طالبان: ۵۴ افغان بندیان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهپه داسې حال کې چې په ځانګړې توګه په اسلام آباد کې د افغانانو د نیولو رپوټونه ورکول کیږي، د طالبانو ادارې له پاکستانه، هېواد ته د څه باندې ۵۰ افغانانو د بېرته راستنېدا خبر ورکړی دی. طالبان وايي دغه افغانان تازه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه افغانان په دې دليل چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو «قانوني اسنادو» نه لرل، پولیسو نیولی ول. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې دغه افراد شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندانونو کې بندیان ول.
له دې سره هم مهاله د افغان مهاجرو یو استازي ویلي دي چې په وروستیو څو ورځو کې يوازې په اسلام آباد کې تر ۲۰۰ پورې افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.
ورته نور: د طالبانو له واکمنۍ راهيسي ډېرو افغانانو په پاکستان کې پناه اخستې
د افغانانو د نیولو تازه لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستاني چارواکو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو تر اعتراضونو وروسته وویل چې د پاکستان په ناکراریو کې افغان مهاجر لاس لري.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبره، دغه افغانان د طورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې افغانستان ته داخل شوي او د مرستندوی سازمانونو له لوري پرې بشري مرستې وېشل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې ظاهراً خرابې شوي دي.
ورته نور: طالبان: د پاکستان حکومت په سونو افغانان په لاریون کې د ګډون په تور نیولي
پاکستان په داسې حال کې چې ادعا کوي د پاکستاني طالبانو مشران او د هغوی افراد په افغانستان کې میشت دي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپلې حملې تنظیموي، په وروستیو کې ېې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمبارۍ وکړئ.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دغو حملو کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نخښه شوي دي. خو په افغانستان کې طالب چارواکو ويلي دي چې د دغو حملو قربانیان ملکیان او وزیرستاني مهاجر ول.
پاکستان له څه باندې يو کال راهيسي د افغان مهاجرو اجباري اخراجونه پیل کړي او ويلي ېې دي چې ۱ اعشاریه ۷ ميلیونه هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري اخراج کړي.
له آرشیف څخه: