1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د دوبۍ په ټي ټین لیګ کې کوم افغان لوبغاړي لوبیږي؟

۱۳۹۹ دی ۱۲, جمعه

ټاکل شوې ده چې د متحدو عربي اماراتو د لس اوریزو تجارتي سیالو څلورم پړاو د روانې جنوري میاشتې پر ۲۸مه نیټه پیل شي. په دغو سیالو کې اته لوبډلې خپل بخت آزمويي او دا ځل یې هم ډېر پخواني او ځوان افغان لوبغاړي اخیستي دي.

https://p.dw.com/p/3nQlv
Offizielles Logo T Ten cricket league

د روانې جنوري میاشتې پر ۲۸مه نیټه په دوبۍ کې د T10 په نامه په سوداګریزو سیالیو کې اته لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي. د دغه لیګ چارواکو ویلي دي چې دا ځل به لوبې په تازه نوښتونو او لا ډیرو لوبو ترسره شي. په دغه لیګ کې ټولټال اته لوبډلې لوبیږي او دا ځل هم ډېرو پخوانیو او نويو افغان لوبغاړو ته د لوبې فرصت ورکړل شوي.

په دغه لیګ کې کوم افغان لوبغاړي لوبیږي؟

د ټي ټین په سوداګریزو سیالیو کې دا ځل د ډیکان ګلاډیټر لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې تکړه بیټمسن شهزا محمدي اخیستی دی. شهزاد محمدي په تیرو ټي ټین سیالیو کې هم ښه ځلیدلی وو. سربیره پر دې، د ملي لوبډلې آلرونډر محمد نبي بیا ډهلي بولز لوبډلې اخیستی دی. په دغه لوبډله کې رحمن الله ګربز او ورو توپ اچونکی وقار سلیمان خیل هم دوه تنه نور افغان لوبغاړي دي چې د یادې لوبډلې له لوري اخیستل شوي دي.

په دغو سیالیو کې مراټا عربین لوبډلې بیا هیڅ افغان لوبغاړی نه دی اخیستی او پونه ډیولز بیا یوازې یو افغان لوبغاړی او هغه توپ وهونکی درویش رسولی په خپله لوبډله کې اخیستی دی.

Offizielles Logo T Ten cricket league

بنګلا ټایګر لوبډلې بیا د معمول خلاف ډیر افغان لوبغاړي اخیستي دي. په دغه لوبډله کې د مجیب الرحمن ترڅنګ قیس احمد، کریم جنت، فضل الحق فاروقي او ځوان ورو توپ اچونکی نور احمد هم اخیستل شوي دي.

د دې سیالیو بلې لوبډلې نارترن واریرز هم کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستی خو قلندرز لوبډلې بیا یوازې عزمت الله عمرزی په خپله لوبډله کې اخیستی دی. ټیم ابو ظبي بیا تیز توپ اچونکی، نوین الحق او بیټسمن نجیب ځدراڼ په خپله لوبډله کې اخیستي دي.

په دې وروستیو کې د نړۍ په ځينو سوداګریرزو کریکټ لیګونو کې د افغان لوبغاړو حضور ډیر شوی دی او د کریکټ څارونکي دغه د افغان لوبغاړو د وړتیاوو او تجربې د زیاتیدو په برخه کې یو طلايي فرصت ګڼي.