بېربوک: اروپايي ټولنه پر طالبانو بندیزونو ته چمتووالی نيسي
۱۴۰۱ اسفند ۲, سهشنبهد رويترز خبري آژانس په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه وويل: «موږ وينو چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په برخه کې نور شديد محدوديتونه وضع کړي دي.»
اړونده موضوع:«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»
نوموړې زياته کړې چې په افغانستان کې «د جندر له پلوه ځانګړی شوی تعقيب» شتون لري. د هغې په خبره له همدې کبله دې او د هالند او فرانسې څخه یې سيالانو دا خبره روښانه کړې ده چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر ضد بندیزونه باید ولګول شي.
بېربوک د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په دې اړه تر مشورې وروسته وويل: «د بلې مشورتې جرګې په نظر کې نيولو سره به موږ اوس په دې اړه په ګډه چمتووالی ونيسو.»
اړونده موضوع: چین او ایران: طالبان دي د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي
بیربوک وويل چې دا د منلو نه ده چې ښځې د بشري مرستو په سازمانونو کې له کاره منع شي: «دا چې بشري مرستې دې يوازې د نارينه وو له پاره د نارينه وو له خوا پر مخ يوړلې شي، موږ به یې د اروپايي اتحادیې په توګه نه ملاتړ وکړو او نه یې هم ملاتړ کولی شو.»
زموږ له آرشيف څخه: