په برلين کې د افغانستان سفير له دندې لاس په سر شوی
۱۴۰۳ آبان ۲۸, دوشنبهد آلمان د بن په ښار کې د افغانستان جنرال قونسل، سید لطف الله سادات د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دندې څخه د لاس په سر کيدو په هکله خبر ورکړی دی. یوې بلې سرچینې ډویچه ويله ته وویل چې په برلین کې د افغانستان سفیر، یما یاري هم له خپلې دندې لاس اخيستی دی.
سادات په دغه اعلامیه کې ويلي دي چې د کوربه هیواد په غوښتنه او په قونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او يا د هغه د بندیدو د مخنيوي په موخه یې په دغه اقدام لاس پوري کړی دی.
هغه زیاته کړې ده:«د رامنځته شوي وضعيت او د افغانستان د ځورېدلو اتباعو او مهاجرينو له پاره د قونسلي اسنادو د پروسس پر مهال د رامنځته شويو او راغلو مشکلاتو د دوام د مخنيوي او همدارنګه د کوربه هېواد [...] د ځینو ملحوظاتو او سیاسي محدودیتونو په نظر کې نیولو سره، زه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه خپله دنده پرېږدم.»
سید لطف الله سادات زیاته کړې ده چې ددغې قونسلگرۍ چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.
د افغانستان یوې ډیپلوماټیکي سرچينې ډویچه ويله ته ويلي دي چې یوه بل ډیپلوماټ چې له کلونو راهیسي د بن په جنرال قونسلگرۍ کې فعالیت کوي، ددغې استازولۍ مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
یوې سرچینې ویلی دي چې په برلین کې د افغانستان سفیر، یما یاري هم له خپلې دندې لاس اخیستی دی.
وروسته یاري هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه خبر تأیید کړ او وې لیکل:«په آلمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توگه له دندې لاس اخلم او د اصولو او مقرراتو له مخې د ادارې چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپارم.»
هغه ویلی دي لکه څنگه چې د قونسلي اسنادو د مراحلو پروسه له طالبانو سره د تعامل د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ سوې، په آلمان کې د افغانانو له ستونزو څخه د مخنیوي په دلیل او همدارنگه د « کوربه هیواد د غوښتنې او سیاسي دریځ» پر اساس یې له خپلې دندې لاس اخیستی دی.
دغې سرچینې ویلی دي چې طالبانو په برلین کې د افغانستان سفیر او د بن په ښار کې جنرال قونسل د تعامل خنډ بلل او له خپلې دندې څخه یې د هغوی پر گوښه کولو ټینگار کاوه.
د سادات له خوا خپرې سوې اعلامیې څخه داسي ښکاري چې ددغې قونسلگرۍ فعالیتونه به دوام پیدا کړي، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې په دې برخه کې له طالبانو سره همږغي سوې ده او که څنگه.
د طالبانو ادارې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د طالبانو له خوا د ډیپلوماټیکو ادارو د فعالیتونو نه منل
طالبانو د روان کال د جولای په آخره کې اعلان وکړ چې په اروپا کې د هغو ډیپلوماټیکو نمایندگیو له خوا صادر سوي اسناد چې ددغې ډلې تبعیت نه کوي، په رسمیت نه پیژني.
په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن په ښار کې قونسلګري د هغو استازولیو له ډلې وې چې طالبانو ويلي ول چې د هغوی له خوا صادر سوي اسناد نه مني.
طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلی وه چې د آلمان د مونشن په ښار کې د افغانستان د قونسلگرۍ او په بلغاریا ، اسپانیا ، هالند او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو له خوا، صادر سوي او تمدید سوي اسناد هغوی ته معتبر دي او په افغانستان کې د افغانستان اتباع کولای سي د خپلو اسنادو د تمدید له پاره نوموړو سیاسي نمایندگیو ته مراجعه وکړي.
د طالبانو له دغې اعلامیې یو څه وخت وروسته، د بریتانیا د لندن په ښار او د ناروې په اوسلو کې د افغانستان سفارتونه وتړل سول.
GP/BS/Jawad, Amanullah