1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو منلې چې امریکا سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کوي

۱۴۰۳ دی ۲۳, یکشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې له امریکا متحده ایالاتو سره د بندیانو د ممکنه تبادلې په موخه خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/4p4JS
په کوبا کې د ګوانتانامو زندان یوه څنډه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې له امریکا متحده ایالاتو سره د بندیانو د ممکنه تبادلې په موخه خبرې اترې کويانځور: LYNNE SLADKY/AP Photo//picture alliance

د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند، حمدالله فطرت، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۱مه) خصوصي تلویزیون طلوع ته وويل چې امریکا متحده ایالاتو سره د بندیانو د تبادلې په تړاو په څو مرحلو کې خبرې اترې شوي، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ورته نور: رپوټ: د بندیانو د تبادلې په هکله د طالبانو او امریکا مذاکرات

امریکاي رسنیو د روانې اوونۍ په سر کې وويل چې د ولسمشر جو بایدن مخ په ختمېمدونکې اداره په افغانستان کې د درو بندي امريکايي اتباعو د آزادولو په موخه له طالبانو سره پټې خبرې اترې کوي.

ورته نور: امریکا: په افغانستان کې بندي امریکايانو خلاصون لا هم یو لوړ لومړيتوب دی

امریکايي رسنیو ويلي چې د بایدن اداره د امریکايي اتباعو د آزادولو په بدل کې لږ تر لږه د ګوانتانامو زندان یو بندي، محمد رحیم الافغاني ازادوي.

د خپرو شوو معلوماتو پر اساس، الافغاني له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو زندان کې دی. پر هغه تور دی چې د القاعده شبکې له مشر اسامه بن لادن سره ېې نژدې اړيکې درلودلي.

ورته نور: امريکا د ګوانتانامو له زندانه ۱۱ يمني بندیان آزاد کړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب