امنیستي: د ښځو حقونه په ښکاره ډول «بدتره» سوي دي
۱۴۰۰ اسفند ۱۸, چهارشنبهد امنیستي انترنشنل عمومي مشري، اګنیس کالامارد د سه شنبې په ورځ د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت د یوې خبرتیا له مخي وویل: «په نړۍ کي بحرانونه مساوي او عادلانه اغیزي نه لري.»
هغې زياته کړې ده چې «د ښځو او نجونو پر حقونو باندي غیرمتناسب اغیز په ښه توگه مستند سوی دی. حتی که هغه اوس هم په نظر کي نه نیول کیږي او یا هم له پامه غورځول کیږي.»
نوموړی سازمان په تیره بیا په افغانستان کي واک ته د طالبانو د رسیدو مثال راوړي، چیري چي په ټول هیواد کي پر مظاهرو سربیره، له ښځو سره د دوهمي کتگورۍ انسانانو په توگه چلند سوی او له هغوی څخه د زده کړو او تحصیل حق اخیستل سوی دی.
همدارنگه د کرونا وبا هم خپلي منفي اغیزي پرې ایښي: د مثال په ډول کورنی تاوتریخوالی ډیر سوی او د کار په بازار کي ناډاډمنتیا، ښځي په غیر متناسب ډول اغیزمني کړي دي.
سربیره پردې په امریکا متحده ایالاتو کي هم د ښځو حالت لاپسي خراب سوی، چیري چي په ۲۰۲۱م کال کي د سقط جنین په برخه کي د نورو کلونو په پرتله لا ډیر محدودیتونه رامنځته سول.
همدارنگه د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه، د استانبول له کنوانسیونه د ترکیې وتل هم په دغه هیواد کي د ښځو او نجونو حقونه لاپسي بدتره کړل.
ویل کیږي چي په تیرو کلونو کي هم امنیستي انترنشنل د اوکراین په ختیځ، بحراني سیمو کي داسي پیښي ثبت کړي دي چي پکښي پر مخ په زیاتیدونکي ډول د ښځو پر وړاندي د زورزیاتي پیښي راغلي دي.
د نوموړي سازمان په حواله سړی دا گومان کولای سي چي جگړه ایز حالت ته په کتو سره به اوس دغه وضعیت ټول هیواد ته لاپسي پراخ سي.
کالامارد وايي چي«هیڅ یوه ټولنه دا نه سي کولای او یا هم منلای چي د ټولني له نیمايي برخي څخه دي زیاته حذف سي. هیڅ کومه بهانه د دې له پاره نه سته چي د ښځو او نجونو له پاره دي یو عادلانه سیاست رامنځته نه کړي.»
GP/NZ/AG