ولې انسان غوسه کیږي او د حل لاره یې څه ده؟
۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبهڅه موده مخکې په همدې ارتباط یوه داسې پيښه رامنځته شوه چې په زړه او دماغ یې ژورې اغیزې پريښودلې. یوه پلار له بارګن (موټر پلورنځي) څخه یو نوی ځلیدونکی موټر کور ته راوست او زوی یي په ډیرې خوشحالۍ سره د موټر څنګ ته ځان ورساوه. په ناببره توګه پښه یې په یوه څه کې ونښتله او کله چې له موټر سره یي ټکر وکړ هغه کیلي یې چې د ماشوم په لاس کې وه، دغه ښاېسته او ځلیدونکي موټر یې خط کړ. پلار یې چې پر موټر خط ولید په غوسه شو او خپل زوی یې شاته ټیل واهه. ماشوم خپل توازن ونشو ساتلی او داسې ولوید چې د لاس هډوکی یې مات شو. پلار به یي کله تصور هم نه و کړی چې د غوسې یوه شیبه به دومره زیان اړوونکې هم وي.
د قهر یا غوسې شدت په هر انسان کې توپير کوي. زمونږ په شاوخوا کې ډیر خلک د خپلې غوسې له امله پيژندل کیږي. په دوی کې ډیر کسان داسې وي چې د غوسې په حالت کې جنګ کوي او د شیانو ماتول پيلوي، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا د سړې سینې خاوندان وي او که غوسه هم شي خاموشه پاتې کیږي.
ولی د غوسې پر مهال د هر انسان غبرګون توپير کوي؟
که ستاسې څخه څوک پوښتنه وکړي چې تاسې غواړئ خوشحاله اوسئ او که ناراحته، نو یقیناً د هر انسان ځواب به دا وي چې هغه غواړي خوشحاله اوسي. زمونږ څخه هر شخص غواړي چې په امن او سکون کې ژوند تیر کړي او هیڅ څوک نه غواړي خفه اوسي. د هیڅ چا نه خوښيږي چې خلک ورته قهرجن یا غوسه ناک ووایي او نه هم غوسه کیدل چاته خوند ورکوي.
دا په دې معنی چې غوسه زمونږ خواهش نه دی او هیڅ کله هم زمونږه اساسي غریزه نه ده. خو داسې معلومیږي چې کوم بهرنی ځواک راځي او زمونږ کنترول پخپل لاس کې نیسي او مونږ ته داسې معلومیږي چې دا یو فطري عمل دی چې زموږ له داخل څخه راپورته کیږي.
کارپوهان وایي چې د غوسې تر شا زمونږ خپله ویره وي او د دې ویرې تر شا زمونږ خپله کومه نیمګړتیا او بی وسي وي چې د غوسې په شکل را برسیره کیږي.
د غوسې د کنترولولو له پاره ډیر علاجونه ښودل کیږي لکه اوبه وڅښئ، کښينئ او داسې نور. دا ټول په موقتي ډول کار ورکوي، خو هیڅ کله هم اساسي علاج یا حل لاره نه ده.
د علاج له پاره تر ټولو په لومړي قدم کې پر دې پوهیدل ضروري دي چې د دې غوسې تر شا په اصل کې کومه ویره پټه یا نغښتې ده؟ اول باید دغه ویره لمنځه یوړل شي.
غوسه څه ده؟
لکه مخکې مو چې وویل غوسه کومه جلا جذبه نه ده، بلکې کله چې د انسان ټول جذبات یا احساسات خپل اوج ته ورسیږي نو د غوسې په شکل کې را ظاهریږي.
ویره، غم، نا امیدي، پښیماني، شرم حتی کله چې خوشحالي هم تر اندازې تجاوز وکړي نو غوسه معلومیږي. د بیلګې په توګه کله چې یو ځوان اولاد بې له دې چې تاسې ته اطلاع درکړي له کوره غایب شي، نو د هغه د بیرته راتګ پر مهال د مور او پلار غوسه یې په اصل کې د هغوې دننه ویره ده چې اولاد یې د کومې ناوړه پيښې ښکار شوی نه وي.
زمونږ د ټولنې ستونزې هم څه داسې دي چې د مایوسۍ کیفیت خپل انتها ته رسیږي. هر شخص په پرله پسې ډول د ذهني اضطراب ښکار دی. هر ډول ویرې زمونږ ذهن پيچلی دی.
کله امنیتي ستونزې، کله د بریښنا قطع کیدل او کله هم د ترافیکو بندیدل زمونږ د اعصابو امتحان اخلي. ځینې وختونه بی روزګاري او کله هم قیمتي مونږ له ژوند څخه بی زاره کوي.
دې ته ورته ټول مسائل زمونږ ذهني فشار او ویره زیاتوي. بیا نو په یوې ډیرې وړې خبرې ډیر شدید عکس العمل د همدې فشارونو پایله وي، کوم چې هره ورځ مونږ یې په سړکونه کې وینو او تجربه کوو.
د غوسې علاج څنګه وکړو؟
پوښتنه دا ده چې څنګه کولی شو خپله غوسه کنترول کړو؟ د کارپوهانو په حواله په کوچنیوالي کې له مور سره د یوه ماشوم تعلق په دې برخه کې ټاکونکی رول لري چې تر لویدو وروسته به دغه ماشوم د آرامه مزاج خاوند وي او که غوسه ناک او قهرجن به وي.
یو داسې ماشوم چې هره خبره یې سمدستي منل کیږي، هغه چې لوی شي له هر چا څخه به همدا توقع کوي چې د هغه هره خبره باید سمدستي ومنل شي. خو د کار په ځای کې د هغه مشر، ګاونډي یا هم ښځه یې د هغه مور نه وي، نو هرو مرو به د نظر اختلاف رامنځته کیږي چې د ده په مزاج به ډیر دروند تمامیږي.
دویم هغه ماشوم چې هره خبره یي ردیږي. داسې ماشوم نه شي کولی چې ځانته یو شخصیت قایل شي. د هغې داخلي نا امیدي په ډیرې چټکۍ سره هغه د غوسې او عصبانیت تر اندازې رسوي.
له همدې امله د ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې دې خبرې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي چې هره خبره یې باید ونه منل شي. ماشومان باید په منطقي ډول د »نه« له اوریدلو سره عادت اوسي.
په دې برخه کې دویم مهم عنصر تر اندازې زیات د مالکیت د حق احساس درلودل دي. یعنې د داسې احساس درلودونکی ماشوم چې فکر کوي هر څه بس د همدې ملکیت دی. د بیلګې په توګه دا زما قلم دی دا زما د لوبی شی دی، دا زما کوټه ده. داسې ماشومان چې لویان کیږي د خپلو شیانو په هکله تر اندازې زیات د مالکیت احساس کوي، بیا نو داسې پيښې رامنځته کیږي چې پلار یوازې د موټر خط کیدو یا ګرول کیدو په خاطر د خپل زوی لاس ماتوي.
د ماشومانو پالنه یوه ډیره حساسه مسئله ده. د مور پلار مسئولیت دی چې د خپلو ماشومانو تربیت په سمه توګه وکړي، تر څو ماشومان یې د ټولنې د سالم غړي په توګه یوه سالمه ټولنه رامنځته کړي.
طاهره سید/ وبلاګره: ش.ن/ خ.ح