په آلمان کې د کرسمس بازار د برید وروسته غوسهناکې پوښتنې
۱۴۰۳ دی ۲, یکشنبهد برید سعودي مشکوک ۵۰ کلن رواني ډاکټر او د اسلام ضد فعال، طالب العبدالمحسن، د آلمان اتباعو په وړاندې د انلاین مرګ ګواښونه کړي وو او د دولتي چارواکو سره د شخړو اوږده سابقه یې لرله.
د "ډیر شپیګل" آلمانۍ مجلې چې د امنیتي سرچینو حواله یې ورکړې، ویلي چې د سعودي استخباراتو د یو کال مخکې د هغه ټویټ په اړه د آلمان د جاسوسۍ ادارې (BND) ته خبرداری ورکړی و، په کوم کې چې العبدالمحسن ګواښ کړی و چې آلمان به د سعودي کډوالو سره د چلند لپاره "قیمت" ورکړي.
په اګست کې العبدالمحسن په ټولنیزو رسنیو لیکلي و: "په آلمان کې د عدالت ترلاسه کولو کومه لار شته پرته له دې چې د آلمان یو سفارت والوزول شي یا د آلمان اتباع په تصادفي توګه ووژل شي؟ که څوک په پوهېږي، مهرباني وکړئ ما ته خبر راکړئ."
د "دي وېلټ" ورځپاڼې هم د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې د آلمان ایالتي او فدرالي پولیسو په تیر کال کې د العبدالمحسن په اړه "د خطر ارزونه" کړې وه، خو دې پایلې ته رسیدلي وو چې هغه "هیڅ ځانګړی خطر" نه دی.
د ښې اړخو او کيڼ اړخو نيوکې
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۲۰مه) د ماګډیبورګ په ښار کې شوی بريد "وحشتناکه او لیونی" وباله او دغه يې غندلي دی. شولڅ د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه په آلمان کې د پارلماني ټاکنو پر وخت د ملي یووالي غوښتنه وکړه.
شولڅ وویل: "دا مهمه ده چې موږ یو د بل سره پیوستون ولرو، یو بل ته لاسونه سره ورکړو او دا چې زموږ ګډ ژوند د کرکې پر بنسټ نه، بلکې د ګډ راتلونکې د لټون پر بنسټ وټاکل شي."
خو داسې مهال چې د آلمان رسنۍ د العبدالمحسن د تېر ژوند پلټنه کوله او څېړونکو ډېر لږ معلومات شریکول، د شولڅ د حکومت پر وړاندې د سخت ښي اړخو او سخت کيڼ اړخو ګوندونو له خوا نیوکې زیاتې شوي دي.
د آلمان لپاره بديل ګوند AfD چې يو سخت ښي اړخي ګوند دی، پارلماني مشر برنډ باومن يې له شولڅ څخه وغوښتل چې د "خراب" امنیتي وضعیت په اړه د مرکزي پارلمان بوندسټاګ ځانګړې غونډه راوغواړي. هغه وویل: "دا هغه لږ څه دي چې موږ د قربانیانو پور ورکوو."
د «زارا واګنکنېخت اتحاد» په نوم د سخت کيڼ اړخي ګوند مشرې، صحرا واګنکنېخت، غوښتنه وکړه چې د کورنیو چارو وزیرې نینسي فایزر دې وضاحت ورکړي چې "ولې له دې مخکې دومره ډېرې مشورې او خبرداري له پامه غورځول شوي ول."
په وژل شوو کې ۹ کلن ماشوم هم شامل دی
احساسات ډېر لوړ شوي او ماګډیبورګ د جمعې په ماښام د خونړي برید له امله په ژور غم کې ډوب شوی دی. په وژل شوو کې يو نهه کلن ماشوم هم شامل دی. د دغې پيښي ژوبل شوي کسان په ۱۵ بيلو سيمهييزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. له ۲۰۵ ټپیانو څخه شاوخوا ۴۰ په نازک وضعیت کې دي چې ډاکټران یې د ژوند ژغورلو لپاره مبارزه کوي.
جراحان مسلسل کار کوي او یو روغتیایي کارکوونکي ځایي رسنیو ته ویلي چې "په هر ځای کې وینه وه، خلکو چیغې وهلې او ډېر درد کمونکي درمل ورکول کېدل."
پولیسو او څارنوالانو خبرداری ورکړی چې د برید د انګیزې په اړه څېړنې په پیل کې دي.
عبدالمحسن چې د پېښې په ځای کې د سخت زیانمن شوي موټر تر څنګ ونیول شو، په ۲۰۲۲ کې له فرانس پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې نه ده خپره شوې خپل ځان "یو سعودي ملحد" معرفي کړی و.
د یو فعال په توګه، هغه د ښځو سره مرسته کوله چې له خلیجي هېوادونو وتښتي او په تېرو کې یې شکایت کاوه چې د آلمان چارواکي په دې برخه کې کافي مرسته نه کوي.
په ورته وخت کې هغه په آلمان کې د نورو مسلمانو کډوالو او د جګړې د پناه غوښتونکو د ننوتلو مخالفت کړی او د اروپا د پلان شوې "اسلامیزیشن" په اړه د توطیو ملاتړ یې کړی. هغه د آلمان د پخوانۍ صدراعظمې، انګیلا مرکل په اړه لیکلي و چې هیله لري هغه دې په عمري بند محکومه یا اعدام شي.
«د توطیوي نظریاتو پیروي کوونکی»
په تېرو وختونو کې د قانون سره د هغه د مخامخ کېدو په اړه، هغه په ۲۰۱۳ کې د روستوک په ښار کې د "جرمونو په کولو د ګواښولو له لارې د عامه نظم ګډوډولو" په تور محکوم او جریمه شوی و.
سږ کال هغه په برلین کې د پولیسو سره په یو تم ځای کې د شخړې وروسته د "بېړنیو تلیفونونو د ناوړه کارونې" په تور تر څېړنې لاندې و.
هغه د اکتوبر له پای راهیسې د ماګډیبورګ سره نژدې یو روغتیایي کلینیک څخه، کوم چې د نشهيي توکو روږدو کسانو درملنه کوي، په رخصتۍ و.
د بې دینو مسلمانانو د مرکزي شورا مشرې، مینا احدي، وویل چې سعودي شکمن "زموږ لپاره نااشنا نه دی، ځکه چې هغه له کلونو راهیسې موږ ځوروي."
هغې هغه "یو رواني ناروغ چې د سخت ښي اړخ د توطیوي نظریاتو پیروي کوي" وباله او ویې ویل چې هغه "یوازې له مسلمانانو کرکه نه لري، بلکې له هر هغه چا کرکه لري چې د هغه کرکه نه شریکه کوي."