د افغانستان يوې څارنوالي د ایټاليا تابعیت ترلاسه کړ
۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعهپه افغانستان کې لومړنۍ څارنوالي د ایټاليا هیواد تابعیت ترلاسه کړی دی. دا خبره د پنجشنبې په ورځ د ایټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هیواد د عدلیې وزیرې مارتا کارتابیا، کړې ده.
میرمن بشیر په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو واک تر رسېدو وروسته له دغه هیواد څخه ایستل شوې وه او د سپټمبر میاشتې په لومړنیو کې ایټاليا ته راغلې وه.
دغه ا۵ کلنه مېرمنه په ۲۰۰۹م کال کې د افغانستان په لویدیځ هرات ولايت کې د څارنوالې په توګه ټاکل شوې وه چې د فساد او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد او د ماشومانو د حقونو له پاره یې مبارزه کوله.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال مېرمن بشیر د نورو ښځو په شان د کار کولو اجازه نه درلوده او باید په کور کې پاتې شوې وای. د مېرمن بشیر په وینا له همدې امله هغې په خپل کور کې د نجونو له پاره ابتدایي ښوونځی جوړ کړی وو.
ماریا بشیر په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «زړورو ښځو نړیوالې جایزې» له پاره وټاکل شوه. په همدې کال د "Time" ورځپاڼې له خوا دا یوه د نړۍ د ۱۰۰ مطرح او بانفوذه ښځو څخه وبلل شوه.
په روم کې د وزیرانو شورا د خپلې هغې پریګړې چې د چهارشنبې په ماښام کې یې کړې وه د دلیل وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې ماریا بشیر په خپل هیواد کې له ایټالوي ادارو سره په همکارۍ کې د قانون د حاکمیت له پاره کار کړی دی.
آژآنسونه: ش.ن/ ن.ز