له افغانستانه وتل؛ د امریکا په کانګرس کې پر بلینکن نیوکې شوي
۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبهد بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د رهبرۍ ترمنځ وروسته له اوږده سیاسي کشمکش څخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۱ نیټه) دې کمیټې ته حاضر شو.
د دغې کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر، بلینکن د ډیر شمیر احضارونو په له پامه غورځولو تورن کړ.
د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ په مشرۍ جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، په ځانګړي توګه له دې امله چې د وتلو په وروستیو ورځو کې ۱۳ امریکایي عسکر د کابل په هوایي ډګر کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شول، تر نیوکو لاندې ونیوه.
دغه غونډه چې په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیل د جګړې پر ضد د اعتراض کوونکو په وسیله د لنډ وخت له پاره مختل شوې وه، هغه وخت ترسره شوه چې بلینکن وروسته له هغې اردن ته ولاړ، څو په سوریه کې د بشار الاسد له راپرزیدو وروسته د ناکراریو په هکله خبرې وکړي.
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال، وویل: «ښاغلی وزیر، تاسې د دې له پاره چې په ظاهره کې ښه ښکاره شي، د نظامیانو، ديپلماتانو، اتباعو او زموږ د متحدینو حفاظت او امنیت قرباني کړ. تاسې له ترهګرو سره د دیپلوماتیکو شریکانو په توګه چلند وکړ او ګډوډۍ ته مو زمينه مساعده کړه.»
مک کال زیاته کړه: «د بهرني سیاست د پیل دغې ناورین زیږونکي پیښې ماته خوړلې وه چې نړۍ یې په اور کې واچوله.»
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه د ترمپ د تیرې واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره په توافق شوې وه. بلینکن وویل: «ولسمشر جو بایدن له یو انتخاب سره مخامخ شو، دغه انتخاب د جګړې پای ته رسول یا ورته شدت ورکول و.»
بلینکن په غونډه کې ناستو د امریکایي سرتیرو پورې د تړاو لرونک کسانو په مخاطب کولو سره وویل: «زه ډیر خواشینی یم چې موږ ډیر څه ونه کړل او نه مو شو کولی چې د هغوی د حافظت له پاره تر دې ډیر څه وکړو.»
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د دې سبب شو چې طالب جنګیالي د افغانستان د پخواني حکومت ځواکونو ته ماته ورکړي او وروستی امریکایي سرتیری د کابل له هوایي ډګر څخه وتلو ته اړ کړي.
د تخلیې په عملیاتو کې چې یوازې په څو ورځو کې ترسره شول، تر ۱۲۰ زرو ډېر کسان له افغانستان څخه و ایستل شول.
بایډن په وار وار له افغانستان څخه د وتلو د پریکړې دفاع کړې ده. خو انتقاد کوونکي وایي چې دې پریکړې په ناورین زیږونکي توګه، د افغانستان د پخوانیو ځواکونو له پاشل کیدو سره مرسته وکړه.
له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل د طالبانو یو وار بیا واک ته رسیدو ته لاره هواره کړه، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حاکمیت لومړۍ دوره پر افغانستان د امریکایي ځواکونو له حملې سره پای ته رسېدلې وه.
مک کال، اعلان وکړ چې د سپینې مانۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان به هم د دسمبر پر ۱۷ نېټه په دې کمیټه کې شاهدي ورکوي. سالیوان د کامالا هريس پر وړاندې د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې مهم نقش درلود.