د بريکس پولي واحد: آيا د ترمپ د تعرفو ګواښ د توجیې وړ دی؟
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سهشنبهبريکس ولې غواړي چې امريکايي ډالر وننګوي؟
د بريکس (BRICS) هېوادونو چې برازيل، روسيه، هند، چين او جنوبي افريقا یې اصلي غړي هېوادونه دي، د ۲۱مې پيړۍ په چټکه توګه وده کوونکو اقتصادونو کې شامل دي. دوی په امريکایي ډالرو یعني د نړۍ د ذخيرې پولي واحد چې د نړۍ د کابو ۸۰ سوداګريو په ترڅ کې کارول کيږي، اتکا راکمولو ته لیوال دي.
ډير اقتصادپوهان په دې سره متفق دي چې د ډالرو تر نفوذ لاندې مالي سیسټم د امريکا اقتصاد ته ډېره ګټه رسوي چې په هغه کې پر نورو سربیره د قرضو اخیستو لږ لګښت، د سترو مالي کسرونو د ساتلو وړتيا او د تبادلې د کچې ثبات شامل دي.
ډالر د اومو موادو لکه تیلو او سرو زرو د ارزښت له پاره کارول کیدونکې اصلي کرنسي ده او ثبات یې د دې باعث کيږي چې پانګوال اکثره وخت په نامناسبو وختونو کې ډالرو ته مخه کوي.
واشنګټن د په اصطلاح «ډالراېزيشن» له ستر جيو سياسي نفوذ څخه ګټه په لاس راوړي چې په هغه کې پر نورو هېوادونو د بندیزونو د لګولو او تجارت او سرمایې ته د لاس رسي کمولو وړتياوې شاملې دي.
د بريکس هېوادونه چې په دې وروستيو کې یې لمنه تر ايران، مصر، ايتوپيا او متحدو عربي اماراتو هم غځېدلې ده، واشنګټن د «ډالرو د وسلې» په توګه په کارولو تورنوي چې له کرنسۍ داسې ګټه پورته کوي چې سيالان یې باید د امريکا د ګټو سره سم په مشخص شوي چوکاټ کې باید عمل وکړي.
د نوې مشترکې کرنسۍ يا پولي واحد په اړه بحثونه پر روسیې باندې د امريکا او اروپایي ټولنې له لوري د اوکراين د جګړې له کبله تر لګول شويو بندیزونو وروسته تاوده شول او د بريکس له نورو غړيو هېوادونو سره هم دا اندېښنه پيدا شوه، چې که چېرې یې له لوېديځ سره کله اړيکی خړې پړې شي نو دوی هم هدف ګرځيدلای شي.
د بريکس د اسعارو پلان څه رنګه رامنځته شو؟
د بريکس کرنسۍ د جوړلو وړاندیز په لومړي ځل په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کلونو کې د مالي بحرانونو لږ وروسته شوی وو کله چې د املاکو د رانیولو ډيروالي او ناقص يا کمروزو مقرراتو ټول نړيوال بانکي سیسټم سقوط ته نږدې کړی وو.
د بريکس هېوادونو د جنوبي افريقا په سرمشریزې کې د دې ائتلاف د يوې مشترکې کرنسۍ د جوړلو د امکاناتو پر څيړولو توافق وکړ، څو له ډالرو سره تړلي خطرونه راکم کړي شي که څه هم چې د بريکس مشرانو يادونه کړې وه چې ثمر ته د دې خيال رسېدل به څو کاله وخت ونيسي.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، بيا په اکتوبر میاشت کې په کازان کې د بريکس په سرمشریزه کې يو ګام مخکې ولاړ او د بلوک چین (Blockchain) پر سیسټم ولاړ د تادیې یو سیسټم یې وړاندیز کړ چې د لوېديځ بندیزونه ناکاره کولی شي.
د پوتين، دې پلان ته لږ خوشبيني وښوول شوه، خو د بريکس غړيو هېوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو پر دې توافق وکړ چې په ملي پولي واحدونو کې تجارت ته وده ورکړي او په دې توګه پر ډالرو خپله اتکا راکمه کړي.
پوتين، او برازيلي سيال یې ليوز اناسيو لولا دي سلوا، د دې نوې کرنسۍ قوي پلویان يا ملاتړي دي. په داسې حال کې چې چين خپل نظر په ښکاره توګه نه دی څرګند کړی، خو هغه نوښتونه یې ملاتړ کړي دي چې پر ډالرو اتکا راکموي. هند بيا د دې نظر په اړه محتاط دی.
ګډه کرنسي تر کومه حده امکان لري؟
نوې مشترکه کرنسي به د بريکس هېوادونو له پاره يوه ستره دنده وي او د اوسنيو نهو غړيو هېوادونو د بېلا بېلو سياسي او اقتصادي سیسټمونو له وجې به له يو شمير ستونزو سره تړلي وي.
د بریکس هېوادونه د اقتصادي پرمختګ په بېلا بېلو پړاونو کې دي او د ودې کچه يا سرعت یې ډېر سره مختلف دی.
د مثال په توګه چين يو استبادي دولت دی او د دې بلاک د ټول ناخالص توليد د څه نا څه ۷۰ سلنه چې ۱۷،۸تريليون ډالر کیږي، مسئوليت لري.
په بريکس ډله کې به د چين نفوذ د ستر عدم توازن رامنځته کولو علت وي او دا به ښايي د هند د حکومت له پاره د نوې کرنسۍ په موخه پر داسې يوه چوکاټ توافق يو څه ستونزمن کړي چې پر ملي ګټو یې سيوري غوړولی شي.
د بريکس د نورو غړيو هېوادونو ترمنځ توپيرونه هم ښايي د ګډې پېسې پر وړاندې مقاومت ډېر کړي.
دا هم له احتمالا لېرې ده چې د بريکس غړي هېوادونه په سملاسي توګه د يوه داسې پولې واحد پر لور حرکت وکړي چې په بشپړه توګه پکې تجارت ترسره کيدلای شي لکه ډالر يا يورو.
یورو له ۱۹۵۹م کال راهېسې کله چې په لومړي ځل وړاندیز شوه، تر ۴۰ کلونو ډېر وخت ونيوه څو یې په ۲۰۰۲م کال کې په لومړي سر کې د اروپايي ټولنې په ۱۲ هېوادونو کې نوټونه او سکې رسمي پولې واحد شول او بيا وروسته په شلو هېوادونو کې مروجه شوه.
يو تر ټولو ډېر احتمالي انتخاب به يوازې د تجارت له پاره د کارېدونکي ګډ پولې واحد رامنځته کول وي چې ارزښت یې د currency basket يا د مشخصو پولې واحدونو يوه مجموعه او يا خام مواد لکه تېل او سره زر وي.
د بريکس کرنسي د پېسو د نړيوال وجهي صندوق يا آي ام اف د Special Drawing Rights يا د «برداشت ځانګړي حق» ته په ورته ډول کار ورکولی شي. اس ډي آر، يو نړيوال مالي ابزار دی چې د ارزښت انحصار یې يوازې پر ډالر نه بلکې پر يورو، ين، یوان او پاونډ هم دی. د بريکس د يوه مشترک پولې واحد ځيني پلويان دا توصيه هم کوي چې ډيجتيالي کرنسي یې هم بدیل کيدلای شي.
آيا د ترمپ د سل فيصده تعرفو ګواښ له وخته مخکې دی؟
ترمپ، د «سوشل تروت» ټولنیزې شبکې له لارې د يکشنبې په ورځ وويل کله چې دی په جنورۍ مياشت کې بيرته سپينې ماڼۍ ته ستون شي، نو له بريکس هېوادونو څخه يوه «تعهد ته اړتيا» لري چې «هیڅکله به نوې بريکس کرنسي نه جوړوي او نه به هم د ډالر د ځواکمن پولې واحد د بديلې کرنسۍ ملاتړ کوي.»
د امريکا دې نوي ټاکل شوي ولسمشر خبره ښايي يو څه له وخته مخکې کړي وي، ځکه د بريکس هېوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو پر څرګندونو سربيره هم د پولې واحد د وړاندیز په تړاو يوازې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲) د جنوبي افريقا حکومت هم ټینګار وکړ چې د بريکس پولې واحد جوړلو هیڅ پلان نه لري او د يوې ناسمې داعیې د خپرولو تور یې «په تازه ناقص رپوټ ورکولو» پورې کړ.
د جنوبي افریقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ ادارې د ايکس شبکې له لارې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې تر اوسه د ملي پولې واحدونو د کارولو له لارې د غړيو هېوادونو ترمنځ تجارت ته د ودې ورکولو پر موضوع تمرکز شوی دی.
د ترمپ ګواښ کولی شي اوس د نړۍ د دغو چټک مخ پر وده اقتصادونو سره اړيکې چې د امريکا مهم تجارتي شريکان دی، خرابې کړي. ښايي د غچ اخیستونکو اقداماتو ګواښ هم رامنځته کړي.
ډالر ته د لومړيتوب ورکولو پريکړه د ترمپ د لومړۍ دورې د سياست په پرتله بدلون ښکاره کوي چېرې چې هغه د کرنسۍ د ضعيفولو د تګلارې په ملاتړ غوښتل امريکايي صادراتو ته وده ورکړي. د نوموړي ګواښ د دوشنبې په ورځ د ډالرو د قوي کيدو باعث شو او د سرو زرو ترڅنګ د یوان، روپۍ او د سويلي افريقا د پولې واحد رند د ضعفيدو سبب وګرځيد.
د روسیې د حکومت وياند ديمتري پیسکوف، وویل چې د ذخیروي اسعارو په توګه د ډالر ضد تمایل ترسترګو کیږي. نوموړي زياته کړه: «مخ پر زياتيدونکی توګه هېوادونه پخپلو سوداګريو او بهرنيو اقتصادي فعاليتونو کې له خپلو ملي پولې واحدونو څخه کار اخلي.»