د يوه زړه ور او بې باکه معمار آثار په انځورونو کې
ریچارد جرج راجرز د رواني ميلادي پيړۍ زړه ور او بې باکه معمار تيره اونۍ ومړ. د هغه ژوند په هکله معلومات او اثار په دي انځورېز رپوټ کي وګورئ.
ریچارد جرج راجرز په ۱۹۳۳م کال کې د ايټاليا په فلورانس کي وزيږيد، پلار يې د غاښو ډاکټر او مور يې هنرمنده وه. د راجرز کورنۍ په ۱۹۳۸م کال کي بريتانيا ته هجرت وکړ. هغه له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۹م کاله پورې په لندن کې د معمارۍ په رشته کې تحصيل وکړ او وروسته په يو تحصيلي بورس کي د معمارۍ هنر په برخه کې امريکا ته ولاړ.
راجرز د تحصيل له بشپړولو وروسته په لومړي سر کي په امريکا کي کار وکړ او بريتانيا ته له بيرته راګرزيدلو وروسته يې له وندي چيزمان او سوبروم ول سره د معمارۍ دفتر (۴ټيم) پرانيست. هغه له ۱۹۶۹م کال څخه په ايټالوي معمار بارنزو پيانو سره همکاري پيل کړه. (عکس: راجرز له خپلي لومړنۍ ښځې څخه تر طلاق وروسته له روت الياس سره واده وکړ.) راجرز له دوو ښځو څخه پنځه زامن لري چې يو يې په ۲۰۱۱م کال کي ومړ.
په ۱۹۷۱م کال کي ريچارد راجرز له بارنز پيانو سره د پاريس د ژرژ پمپيو ودانۍ په مرکز کي د ۶۱۸ ګډون کوونکو په منځ ګټونکي اعلان شو. د دغه ودانۍ بڼه د دود کشو، اوبه څرخونو د تاسیساتو لولي او پايې، د باد مخنيونکي او د تګ راتګ لارو مجموعه وه. د دغه ستر هنري فرهنګي مرکز جوړښت په ۱۹۷۱م کال کي پيل او ۱۹۷۷م کال کي پاي ته ورسید.
ريچارد راجرز په اروپا کې د داسې سبک پيلونکي معمارانو څخه وو چې د (هاي تک) يا پرمخ تللي تکنالوژۍ په نوم مشهوره شوه. پورتنې عکس د فرانسې په شراتسبورګ کي د اروپا بشري حقوقو محکمي ودانۍ چې معمار يې په ۱۹۹۴م کال کي ريچارد راجرز وو.
د اسپانيا په پلازمېنه مادريد کې د بارا خاس هواي ډګر د ريچارد راجرز معماري وه.
د ولز ملي شورا له پاره جوړه شوي ودانۍ چې معماري يې په ۱۹۹۸م کال کي د ريچارد راجرز په لاس شوي ده.
راجرز په ۱۹۹۹م کال کي د لندن «هزاره ګنبد» طراحي کړه. دغه (02) لوبغالی د ۲۰ زره کسانو ځاي لري او د ورزشي مسابقو او کنسرتونو له پاره جوړ شوی دی.
په نيويارک کې دريم نړیوال تجارتی مرکز، هسکه ۸۰ پوړيزه ودانۍ چې لګښت يې ۲ ميليارده او۷۵۰ ميليونه ډالر شوی او په ۲۰۱۸م کال پرانیستله شوي، معمار يې راجرز دی.
په برلين کي د (پوتسدام) ميدان اداري چارو ودانۍ معماري يې ريچارد راجرز کړې ده.
په لندن کي د لويدز ودانۍ چې د ودانولو چاری يې په ۱۹۷۸م کال کي پيل او په ۱۹۸۶ کې پای ته ورسیدلي. د دغه ۱۶ پوړيزي ودانۍ چې ۷۵ ميليونه پونډ لګښت پري راعلي معماري يې ريچارد راجرز کړي.
په لندن کي د هيترو هوای ډګر ترمینال چې په ۲۰۱۸م کال کي پرانيستل شو، معمار يې ريچارد راجرز و.
ريچارد راجرز په ۱۹۹۱م کال کي د بريتانيا ملکي له خوا د (لرد) مقام تر لاسه کړ. راجرز د تيري شنبې په ماښام د دسمبر مياشتي پر ۱۸ نېټه په ۸۸ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.