بروس لي به نن اتيا کلن وای
د نوامبر۲۷ د بروس لي اتیایمه کليزي ده. هغه د رزمي هنرونو استاد او سينما نامتو ستوری، په نړۍ کې داسي شهرت ته ورسید چې حتي اوس هم ډيرو ته يو خيال دی.
په رزمي هنرونو کې انقلاب
بروس لي په رزمي هنرونو کې د بېلا بیلو سبکونو په مدغم کولو سره يو انقلاب رامنځ ته کړ.
له تنګو قالبونو څخه خلاصون
کوم سبک چې بروس لي رامنځ ته کړ، نوم يې دې «جيت کان دو» چې معنا يې د (سوک مهارول) دي. دغه سبک له ځانه د دفاع آزادې کړنې دي.
د سړې وسلې استاد
بروس لې د سړې وسلې يو پياوړي استاد وو، لکه نانچيکو (د اژدها خښم فلم يوه صحنه).
د تلويزيون پر پرده لومړني ګامونه
په امريکا کي بروس لې د خپلو هنري فعالعتیونو په لړ کې او مخکې له هغې چې د سينما نړۍ تر خپل اغيز لاندي راولې د (زرغون ژنيور) په نامه په يوه تلويزوني سريال کې کار وکړ. دا سريال د بروس لې د شهرت لومړنې فلم وو چې په شلو برخو کې جوړ شوی وو.
مېلمه لوبغاړې
بروس لي د (مارلو) په فلم کي چې جيمز ګارنر يې اصلې نقش لوبوو، يو کوچنې نقش درلود. جيمز گارنر هم د رزمي ورزش په برخه کي د بروس لي شاگرد وو.
له کورنۍ سره
د بروس لي کورنی عکس له خپلې ميرمن لیندا او زوی براندون چې وروسته لکه د پلار په څير ژر ومړ. زوی يې په يوه ترافیکې پيښه کې ژوند له لاسه ورکړ.
پلار او زوي
بروس لي او زوی يې براندون په ۱۹۶۰م کال کې په خپل کور کې.
د فيلم پلورلو په برخه کې ریکارد ماتونه
بروس لې د (اژدها لار) فلم په يوه صحنه کې چې نيم سیاسې داستان يې درلود او د جاپانیانو له خوا د چين نيولو موضوع ته ورګرځيد، دغه فلم چې د چينايانو هيواد دوستې يې انځوروله، په خپل وخت کې د هانک کانګي فلمونو ریکارد مات کړ.
د کمرې مخ او شاته
بروس لي د (اژدها لار) فلم په یوه صحنه کې چې په روم کي ډکه شوې. د دغه فلم سناریو لیکونکې او کارګردان په خپله بروسلی وو.
د پيړۍ مبارزه
د (اژدها لار) فلم يوه صحنه چې پکې د (پيړۍ مبارزه) په ورزشي مبارزه کي رامنځ ته شوه او بروس لي د امریکا د هغه وخت د کاراتې له اتل چاک توریس سره مخامخ شو. د دغه فلم بريالیتوب د هالیوود دروازې د بروس لې پر مخ پرانیستلې.
وروستنې فلم
بروس لي د (اژدها داخليږي) فلم کې چې په هاليوود کې لومړی او وروستی فلم دی، د ټولو رزمي صحنو کارګردانې هم پخپله کړې.
چې تحقق يې ونه موند
د (اژدها داخلیږې) فلم يوه صحنه (په عکس کې ښی اړخ) ته د رزمي فیلمونو ستوری جکي چان لیدل کيږې چې په دغه فلم کې يو کوچنی رول لاره. په دغه فلم کي د بروس لې سوک جکي چان ټپې کړ او بروس لې ترینه بخښنه وغوښتله، وعده يې ورسره وکړه چې په راتلونکي فلم کې به ورته کار ورکړي. خو وعده يې د بروس لي په مرګ سره هيڅکله هم پوره نه شوه.
له حريفانو سره مبارزه
د (اژدها داخليږې) فلم یوه صحنه. د بروسلې سیال په دغه صحنه کې د امريکا د کاراتې اتل باب وال وو.
وروستۍ صحنه
د آژدها داخلیږي فلم وروستۍ صحنه.
وروستۍ صحنه
د آژدها داخلیږي فلم وروستۍ صحنه.
ناتمام اثر
د (مرګ لوبه) د بروس لي د وروستي فلم نوم وو چې ناتکمله پاته شو. د دغه فلم ځيني برخي ثبت شوي وې، چې پکي د امريکا د هغه وخت باسکتباليست کریم عبدالجبار د بروسلي په مقابل کي لوبيږې.
د اتل يادون
د بروس لي ښځه لیندا او لور شنون د هغه د پوستر خواته
خاورو ته سپارلو مراسم
پر تابوت د بروسلي يو کوچنې عکس. په هانګ کانګ کي د جنازي مراسمو کې په زرونو کسانو ګډون کړی وو.
په لاس آنجلس کي د بروس لي ستوری
په لاس انجلس کې د هالیود مشهورو ستورو په بلوار کې د بروس لي ستوری.
پلار او زوي
د بروس لي د قبر انځور. د هغه په خوا کې يې زوی براندو هم خاورو ته سپارل شوی.
هغه انځور چې په ذهنونو کې پاته دی
بروس لي هغه ډول چې مینه والو په خپل ذهن کي ساتلې. (د اژدها داخليږې فلم يوه صحنه).
تل پاتې اتل
بروس لي په ټوله نړۍ کې ډير محبوبيت لري او په ياد يې ډيري مجسمې جوړي شوي دي. انځور: په هانګ کانک کې د هغه مجسمه.
هنرمندانو سوژه
دغه راز په هانګ کانګ کې پر ځينو دیوالونو د بروس لي عکسونه نقاشی شوي. په هانګ کانک کې د هغه له نقاشي شوي انځور څخه دا عکس په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا په لومړيو کې اخيستل شوی دی.
بې حسابه مینه
له بروس لې سره مينه حد او سرحد نه لري. د هغه په بې شميره پلویانو کي داسي کسان چې پر خپل بدن يې د هغه څيره خالکوبې کړې، تر څو مدام ورسره وي.
نبرد با کرونا له کرونا سره مبارزه
د بروس لي يوه مجسمه په بوسنيا هرزگوينا کې ولاړه ده. دغي مجسمې ته اوس دستکشه او ماسک ور اغوستل شوي دي.