1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د امریکا د شدیدو بندیزونو ځواب به ورکړل شي

۱۴۰۰ آذر ۲۳, سه‌شنبه

امریکا د چینایي اتباعو او ادارو په ګډون د سینس ټایم په نامه د مصنوعي څیرکتیا پر کمپنۍ بندیزونه اعلان کړي دي. بیجینګ ګواښ کړی دی چې د دا ډول شدیدو بندیزونو ځواب به ورکړي.

https://p.dw.com/p/44FUK
Handelskrieg | Fahnen von USA und China | Symbolbild
انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

چین له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې دغه هیواد دې د بشري حقونو د سرغړونې په غبرګون کې پر چینایي اتباعو او ادارو د بندیز لګولو پریکړه بیرته واخلي. د دې ترڅنګ چین خبرداری ورکړی دی چې امریکا ته به د دغو شدیدو اقداماتو ځواب ورکړل شي.

امریکا د جمعې په ورځ پر یو شمیر چینایي اتباعو او ادارو د بندیز لګولو اعلان کړی و. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بن، د امریکا پر دغو اقداماتو د نیوکو ترڅنګ دا «شرمناکه اقدامات» وبلل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «موږ له امریکا څخه غواړو چې په عاجل ډول دې خپله دغه غلطه پریکړه بیرته واخلي. د چین په داخلي چارو کې لاسوهنه او د چین ګټو ته زیان رسول بند کړي.»

وانګ وین بن، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۱۳ نیټه) یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: «که امریکا خپل دا ډول شدید اقدامات جاري وساتل، نو چین به هم د سخت ځواب ورکولو له پاره اغیزناک اقدامات وکړي.»

امریکا د چین پر وړاندې دغه وروستي اقدامات داسې مهال کړي دي چې ولسمشر بایډن د دیموکراسۍ په ملاتړ یوه سرمشریزه دایره کړې وه.

نوموړي په دې کنفرانس کې په ټوله نړۍ کې د جمهوریت پر ټینګښت او مستحکم کولو د ټینګار تر څنګ د دیموکراتیکو قوانینو د ملاتړ اعلان کړی وو.

»د امریکا بې پروا اقدامات«

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «بیجینګ د خپل ملي حاکمیت، امنیت او پرمختیایي ګټو څخه دفاع ته ژمن دی.»

نوموړي د ایغور مسلمان اقلیت په هکله د چین د تګلارې دفاع هم وکړه او ويې ويل چې بیجینګ «د تشدد، ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې او مذهبي افراطي قوتونو سرکوبه کولو ته ژمن دی.»

نوموړي زیاته کړه: «د امریکا بې پروا اقدامات د سینکیانګ پرمختګ نه شي ویجاړولی، د چین د پرمختګ مخه نه شي نیولی او یا هم د تاریخي پرمختګ بهیر مخه نه شي اړولی.»

امریکا چې په تیرو ورځو کې پر کومو چینایي کمپنیو بندیزونه لګولي دي په هغو کې د مصنوعي ځیرکتیا چینایي کمپني سینس ټایم، هم شامله ده. واشنګټن تور لګولی دی چې دغې کمپنۍ د انسانانو د مخ یا څیرې پيژندلو داسې پروګرام جوړ کړی دی چې په هغې سره د نژادي اقلیتونو په ځانګړي توګه د ایغور اقلیتونو په پيژندلو سره هغوی په نخښه کولی شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر سینس ټایم بندیز لګولو انتقاد وکړ او ويې ویل چې د امریکا دغه پریکړه «د درواغو او غلطو اطلاعاتو پر اساس ده».

د یادونې وړ ده چې د امریکا او چین ترمنځ کشمکش په پرله پسې ډول مخ پر زیاتیدو دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ له سایبري امنیت نیولې بیا د ټکنالوژۍ د برلاسيتوب او په هانګ کانګ او سینکیانګ کې د بشري حقونو په څیر لسګونو مسائلو په اړه اختلافات موجود دي.

ولسمشر جوبایدن د چین په اړه تر ډیره بریده د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ تګلاره تعقیبوي. د هغه په خبره دغه آسیایي قدرت د امریکا له پاره یو څرګند چيلينج دی.

د سینس ټایم په نامه سټارټ اپ، د امریکا له خوا په تور لیست کې تر شاملیدو وروسته د دوشنبې په ورځ په هانګ کانګ کې د ۷۶۷ میلیونه ډالرو IPO ابتدایي پیلک آفر یا د اسهامو ابتدایي عرضه وځنډوله.

د تور ليست له امله د امریکایي کمپنیو او پانګوالو له پاره په سینس ټایم کې پانګونه ناممکنه شوې ده. دغه کمپنۍ عموماً په هانګ کانګ کې په ثبت شویو د اسهامو په ابتدایي عرضو کې سرمایه ګذاري کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز