انځوریز رپوټ: په چین کې له ښيښې جوړ تر ټولو ښایسته پلونه
اټکل کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې په چین کې ۲۳۰۰ پلونه له ښيښې جوړ شوي دي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې دغه ټول پلونه یوازې د سیاحت له پاره کارول کیږي. انځورونه دلته لیدلی شئ:
په دې وروستیو کلونو کې په چین کې ډېر پلونه د سیلانیانو له پاره له ښيښې جوړ شوي دي. د بي بي سي شبکې د اټکل له مخې په دغه هیواد کې ۲۳۰۰ ښيښه یي پلونه موجود دي. دغه ۴۰۰ متره اوږد پل په ۲۰۱۸م کال کې د یولانګ په ځنګلي پارک او د چین په هاینان ایالت کې جوړ شوی دی.
دغه ښيښه یي پل یا لاره چې ۴۰۰ متره اوږوالی لري د هاینان ولایت په یولانګ ځنګلي پارک کې د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې جوړ شوی دی.
د ژانګجیاجي په پارک کې یو بې ډریوره بس له یوه تر ټولو اوږد ښيښه یي او لوړ پل څخه د تیریدو په حال کې لیدل کیږي. دغه پل ۴۳۰ متره اوږدوالی، ۶ متره سور او ۳۶۰ متره لوړوالی لري.
د ژانګجیاجي کیبلي ښيښه یي پل د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې پر ۱۲ نېټه د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو. له دغه پل څخه د تیریدو له پاره باید ټکټ واخیستل شي. ۸۰۰ کسان په یوه وخت کې له دې پل څخه تیریدلی شي.
د کینګوان پر ښيښه یي کیبلي پل د چین د نوي کال (۲۰۲۱م کال) د مراسمو ترسره کیدل.
د ګوانګشي په ایالت کې د لیوژو په غرنیزه سیمه کې ښيښه یی کیبلي پل.
د یوننان په ایالت کې د ګوینګلونګ د کلي دپاسه واقع دغه پل په ۱۰۸ متره لوړوالي کې جوړ شوی دی چې ۱۸۸ متره اوږدوالی لري. کله چې سړی پر دې ښيښه يي پله تيريږي، نو ډېر ويريږي.
د فوشان کیبلي پل ۳۷۵ متره اوږدوالی لري او د ۲۰۲ مترو په لوړوالي کې جوړ شوی دی. پر دې پله حتی د چین د عنعنوي جامو ننداره هم ترسره کیږي.
د هونان په ایالت کې د یویونګ پر ښيښه یي پله نڅا.
د چین په ختیځ ولایت هبئې کې دغه ښيښه یي پل یا لاره ۲۶۶ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري چې د سمندر له سطحې څخه په ۱۱۱۰ متره لوړوالي کې جوړ شوی دی.
پیکنګ ته نږدې د فانګشان په سیمه کې د ښیښه یي کیبلي پل دپاسه د «تای چي» ورځې لمانځنه.
د شینیوزای ښيښه یي کیبلي پل ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۸۰ متره لوړوالی لري. دغه پل د چین په مرکزي ایالت هونان کې موقعیت لري. د دې پل په جوړولو کې له پلکسي ګلاس څخه استفاده شوې ده.
دغه پل د «لیوژو» ښار د یوې لوړې ودانۍ (برج) په بهرنۍ سطحه کې د ۳۰۳ مترو په لوړوالي کې جوړ شوی دی چې ۲۰۸ متره اوږدوالی او یونیم متره سور لري.