چین: لومړی دې روسیه او امریکا خپلې اټومي وسلې کمې کړي
۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبهچین ویلي دي چې د اټومي وسلو د ذخیرو یا زیرمتونونو د «عصري کولو» چارې یې روانې دي خو دغه هیواد استدلال راوړي چې دا یوازې د دې لپاره دي چې ډاډ ترلاسه کړای شي چې دوی کولی شي د ملي دفاع لپاره خپل لږترلږه اړتیاوې پوره کړي.
د چین په بهرنیو چارو وزارت کې د وسلو د کنترول د څانګې مشر جنرال فو کانګ وویل: «چین تل په لومړي سر کې د اټومي وسلو د نه استفاده کولو پالیسې خپله کړې ده، او موږ د خپل ملي دفاع د امنیت له پاره خپلې اټومي وړتیاوې د اړتیا تر ټولو کمې کچې پورې ساتلي دي.»
نوموړي د امریکا هغه تورونه هم رد کړل چې چین خپلو اټومي وسلو ته په ډیرې چتکۍ سره پراختیا ورکوي.
د امریکا د دفاع وزارت په نومبر میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې چین تر ۲۰۲۷م کاله پورې تر ۷۰۰ او تر ۲۰۳۰م کاله پورې په ممکنه ډول تر زرو پورې اټومي سرګلولو د جوړولو پلان لري.
یو ورځ مخکې تر دې د نړۍ پنځو سترو قدرتونو امریکا، چین، روسیه، بریتانیا او فرانسې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې د اټومي شخړۍ د مخنیوي او له اټومي وسلو څخه د یوې پاکې نړۍ له پاره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې وای، خو د دې په دویمه ورځ چین دغه اعلامیه خپره کړه.
پر روسیې او امریکا مسئولیت
فو کانګ وویل چې بیجنګ «د باور او حفاظت مسائلو په اساس د خپلو اټومي وسلو د عصري کولو کار جاري ساتلی دی» هغه پر روسیې او امریکا ټینګار وکړ چې د نړۍ د دوو سترو اټومي قدرتونو په توګه دې باید د وسلو د کمولو پر لور لومړی ګام پورته کړي.
نوموړي په بیجنګ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د ځمکې پر مخ موجودو ټولو اټومي وسلو ۹۰ سلنه اوس هم د روسیې او امریکا سره دي او دوی باید خپلې اټومي وسلې په بیرته نه ستنیدونکي ډول او قانون ته پابند طریقو را کمې کړي.»
فو کانګ د تایوان تنګې په اطرافو کې د اټومي وسلو د مستقر کولو په اړه انديښنو اړوند اوازې هم رد کړي دي. هغه وویل: «اټومي وسلې یوازې د احتیاطي تدابیرو له پاره دي، دا د جنګ یا جکړې کولو له پاره نه دي.»
له چین سره د څه پر سر شخړه ده؟
چین د تیرو څو کلونو راهیسې د خپل پوځ پر عصري کولو اخته دی او ترڅنګ یې په سیمه ایزو شخړو کې پر ځان ډاډمنتوب ښکاره کوي. د نورو مسائلو ترڅنګ د تایوان په اړه د داسې دلیل په راوړلو سره په زغرده څرګندونې کوي چې دا په دوی پورې مربوطه سیمه ده او غواړي چې دا ټاپو تر خپل واک او کنترول لاندې راولي. هغه وویل چې که ضرورت پيښ شي نو دوی به د دې له پاره له زور څخه هم کار واخلي.
د چینایي وسلو د حدودو په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې انديښنې وروسته له هغې زیاتې شوي دي چې تیر کال د چین وسله وال پوځ اعلان وکړ چې داسې یو توغندی یي جوړ کړی دی، چې تر صوت یا غږ پنځه برابره ګړندی دی.
د واشنګټن او بیجنګ تر منځ د وسلو د کنترول په اړه داسې هیڅ ډول خبرې اترې نه دي شوي، کوم چې تر سړۍ جګړې وروسته له مسکو سره به وار وار شوي او روانې دي.
تر اوسه پورې یوازې یو ځل اټومي وسلې د یوې شخړې په ترڅ کې کارول شوي دي، یعنې کله چې ۱۹۴۵م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسیدو سره امریکا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه وغورځول.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص