1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ؛ افغانستان د ټراټ قرارداد د ۲۰۲۵م کال تر پایه وغځاوه

۱۴۰۳ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې جانتان ټراټ به د ۲۰۲۵م کال تر پایه د افغانستان کريکټ د ملي ټيم د مشر روزنکي په حیث خپل کار ته ادامه ورکوي. ټراټ له شاوخوا دوو نیمو کلونو راهیسې د افغانستان د کریکټ د ملي ټيم مشر روزنکی دی.

https://p.dw.com/p/4nwhd
د افغانستان د کریکټ بورډ ساختمان
د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې جانتان ټراټ به د ۲۰۲۵م کال تر پایه د افغانستان کريکټ د ملي ټيم د مشر روزنکي په حیث خپل کار ته ادامه ورکوي انځور: ACB Media

د افغانستان کریکټ بورډ په خپله ويب پاڼه کې لیکلي دي چې دغه بورډ «د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پاره قرارداد وغځاوه.»

د کریکټ بورد په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د ټراټ په دوره کې د افغانستان ملي ټيم د نړۍ مهمو لوبډلو ته ماتې ورکړې او په نړېوالو لوبو کې ېې ښې لاسته راوړنې درلودې، له همدې امله ېې د هغه قرارد یو کال نور هم وغځاوه.

له کله نه چې د انګلستان دغه پخوانی توپ وهونکی د افغانستان د کریکټ ملي ټیم کوچ یا مشر روزنکی شوی دی، دغه ټيم په نړېوالو لوبو کې ډېرې لاسته راوړنې درولودلي چې له هغې جملې د روان کال د شل اوریز نړېوال جام په سیالیو کې د لومړي ځل له پاره نيمه پایلوبې ته ووت.

د افغانستان ټيم همدارنګه د ټراټ د مشورو او لارښوونو په نتيجه کې بریالی شوی چې د تېر کال پنځوس اوریز نړېوال جام سیالیو کې د انګلند، پاکستان او سریلانکا په څېر ټیمونو ته ماتې ورکړي. دغو بریاو افغانستان د نړۍ د اتو غوره ټيمونو په ډله کې راوست چې راتلونکی کال د جمپين ټرافي په تورنمنت کې له یو بل سره مخ کیږي. 

د افغانستان کریکټ بورډ ويلي دي چې افغانستان روانه میاشت له زیمبابوې سره په مختلفو فارمتونو کې لوبې لري، چې جانتن ټراټ به په دغو سیالیو کې هم حضور ولري، خو په ټولو لړیو کې نه. بورډ زیاتوي چې ټراټ به زیمبابوې سره یوازې په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې د «مشر روزنکي چارې مخ ته یوسي په داسې حال کې چې د شخصي ستونزو له امله به په نورو لړیو کې شتون ونه لري.»

د کريکټ بورډ په خبره په نورو لړیو کې به د ټراټ پر ځای حمید حسن د مشر روزنکی او نوروز منګل د مرستیال روزنکي چارې مخ ته وړي.

جانتن ټراټ په لومړي ځل په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان د ملي ټيم د مشر روزنکی په توګه وټاکل شو. 

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»