د افغانستان د کریکټ لوبډلې پخوانی روزونکی ومړ
۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبهد هند سټار سپورټس، په نوم شخصي تلویزوني چېنل ویلي دي: «په ډیرې خواشینۍ سره موږ د ښاغلي ډین میرون جونز د مړیني خبر خپروو.» جونز دا مهال په ممبۍ کې وو.
د دغه رسنې په رپوټ کې وړاندې راغلي دي: «هغه په ناڅاپي د زړه دریدو له کبله مړ شوی. موږ د هغه له کورنۍ سره ژوره خواشیني څرګندوو او په دې سخت وخت کې یې ملاتړ ته چمتو یو.»
جونز له اتیایمی لسیزي څخه تر نویمې لسیزي پورې د آسترالیا له پاره ۵۲ ټیسټ او ۱۶۴ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې په ۱۹۸۷م کال کې یې نړیوال جام هم ګټلی وو. هغه د آسترالیا یو له مشهورو لوبغاړو څخه وو.
د افغانستان د ملي لوبډلې لنډه مهاله روزونکی
د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې جونز د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې لنډ مهاله روزونکی هم پاتې شوی دی. جونز په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان کې د کریکټ د شپږیزه لیګ د سیالیو تبصره کوونکی هم وو.
اړونده موضوع: اکرام علي خیل د ټنډولکر ۲۷ کلن ریکارډ مات کړ
هغه د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی دی او د کریکټ د سیالیو د تبصرو له پاره یې هم ډیرو هیوادوو ته سفرونه کړي دي.
په ټولنیزو شبکو کې د کریکټ د دغه لوبغاړي او اوسني مبصر په مړینه ډیرو خلکو خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
زموږ له آرشيف څخه: