آلمان له افغانستان سره ۱۷۰ میليونه يورو نوره مرسته کوي
۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبهپه برلين کې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۵ نيټه) د آلمان د اقتصادي ګډکار او پراختيا وزارت له خوا ويل شوي چې دغه پېسې به «د ملکي بيارغونې او بې وزلو د وضعيت د ښه والي په موخه» مصرف شي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د پراختيايي ګډ کار له پاره سږ کال د حکومتي خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان له پاره پر ۱۷۰،۲ ميليونو يورو موافقه شوې ده.
په عين حال کې د آلمان حکومت د افغانستان له حکومته ځيني تمي او غوښتنې هم مطرح کړي دي. د پراختيا په برخه کې د دولت وزير مارتن يېګر وويل: »موږ د ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو او اقليتونو حقونو د پياوړي کولو له پاره د اړينو اصلاحاتو د ژر تر ژره عملي کولو انتظار لرو.»
نوموړي اعلان وکړ چې د آلمان حکومت د «افغانستان د راتلونکي له پاره خپل مسئوليت مني او په «راتلونکي کې به هم دغه هيواد د سولې او دوامداره پراختيا پر لور بدرګه کړي.»
د وزارت د معلوماتو په حواله افغانستان چې لا دمخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو، د کرونا بحران له کبله پکې بې وزلي نوره هم زياته شوې او اقتصادي وړتياو یې کابو لس سلنه شاتګ کړی دی.
د کرونا بحران د اقتصادي او ټولنیزو پایلو سره د مبارزې له پاره د آلمان حکومت د روان ميلادي کال په جون مياشت کې هم له افغانستان سره د ۶۹،۸ ميلیونو يورو مرسته منلې وه.
آلمان دمګړۍ تر امريکا متحده ایالاتو وروسته افغانستان ته بسپنه ورکوونکی دویم ستر هېواد دی.
په را روانې نومبر مياشت کې په ژنيو کې د بسپنه ورکونکو يو کنفرانس په نظر کې نيول شوی دی چې په هغه کې به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر مرسته خبرې کيږي او د راتلوونکو کلونو له پاره به د اصلاحاتو هدفونه ټاکل کيږي.