ايا ځانګړي کريم په رشتيا غاښونه سپينوي؟
د غاښونو د کريمو اکثره جوړونکي ادعا لري چي کريم يې غاښونه سپينوي. خو له زيات وخت راهيسي کارپوهان او ډاکټران د غاښونو سپينونکو کريمو په اړه خبرداری ورکوي.
د غاښونو جوړښت
غاښونه له څلورو بيلو انساجو څخه جوړ د انسان په بدن کي تر ټولو کلک جوړښت دی. دغه څلور اجزا له پولپا، دېنتين، هډوکي ته ورته د غاښونو سپينه باندنۍ برخې يا مينا او سمينت څخه عبارت دي.
شريانونه او عصبي حجرې
پولپا د غاښونو دننه برخه ده. دغه برخه د ويني د شريانونو او عصبي حجرو سره وصل وي. د ويني د شریانونو له لاري غاښونو او اوريو ته اړين مواد رسول کيږي او په دې توګه هغوی له ناروغيو او تاوانونو ساتل کيږي. عصبي حجرې د ژوولو پر وخت د اړين فشار د راوستلو په ترڅ کي مرسته کوي.
د غاښونو سپينوونکي کريم
د غاښونو هغه کريم چي غاښونه سپينوي، په اصل کي د غاښونو باندنۍ برخي ته زيان رسوي. زياتره دغه کريم په ځان کي داسي کيمياوي مواد لري چي د غاښونو هغه باندنۍ برخه چي ليدل کيږي زيانمنه سي. د دا ډول کريمو د استعمال له کبله د غاښونو باندنۍ سطحه داسي سي لکه سوهان سوې چي وي.
تر سپينوالي يې روغتيا مهمه ده
که د غاښونو باندنۍ سطحه يا په اصطلاح باندنی پوښ يې وسوليږي يا له منځه ولاړ سي، نو بيا تر پخوا ډېر ژر د چايو، کافې او يا مشروباتو له کبله ټپلي يا ژړ رنګ اخلي. دا ډول غاښونه بيا خپل اصلي سپينوالی د هميشه له پاره له لاسه ورکوي. ډاکټران وايي چي د انسانانو د غاښونو رنګونه بېل وي او عموماً غاښونه تک سپين نه وي. هغوی وايي تر سپينوالي يې روغتيا مهمه ده.
خبرداری
د غاښونو ډاکټران د غاښونو د سپينونکو کريمو له زيات استعمال څخه خبرداری ورکوي. هغوی په دې نظر دي چي دغه کريم غاښونو ته تر گټي تاوان رسوي. دا ځکه چي د نورو کيمياوي موادو تر څنګ دا ډول کريم واړه زيږه مواد په ځان کي لري چي له ريګو سره مقايسه کيدلای سي. دغه زيږه ذرات غاښونه سولوي.
سپينونکي مواد
څوک چي په بازار کي پلورل کېدونکي د غاښونو سپينونکي مواد او يا هم په کور کي د سوډا، ليمو اوبو او يا نورو موادو لکه تيزابي اوبو څخه د غاښونو د سپينولو له پاره کار اخلي، هغوی هم په اصل کي خپلو غاښونو ته زیان رسوي.
له غذا خوړلو وروسته د خولې مينځل
د غاښونو او د اوريو د روغ ساتلو له پاره يوه ښه لاره دا ده چي تر غذا خوړلو وروسته خوله په اوبو ښه ومينځل سي او په ګوته اورۍ هم وموښل سي. په زياته د خوږو تر خوړولو وروسته بايد خوله او غاښونه د دغو خوږو شيانو له پاته سوو څخه پاک کړل سي.
ډاکټر ته تګ
ښه دا ده چي څوک په کال کي يو يا دوه واري د کنټرول له پاره د غاښو ډاکټر ته ولاړ سي. هغه کسان چي د غاښو کومه ستونزه لري، هغوی بايد ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.