له افغانستان سره د اروپایی ټولنې د څه کم۲۰ میلیون یورومرسته
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبهاروپایی ټولنې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴ م کال د ډسمبر ۱۶ مه) په یوې اعلامیه کی وویل چی دغه مالي مرستې افغانستان کې د آغاخان بنسټ او د آغاخان کلتوري خدماتو ته ځانگړې سوي تر څو "په افغانستان کې د اقتصادي انعطاف، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کار پیدا کولو" نوښت عملي کړي.
ددغې پروژې مجموعي ارزښت ۲۲ میلیونه یورو ارزول سوی دی او ویل سوي چی د هغې هدف د سیمه اییزو ټولنو عاجلو اړتیاوو ته رسیدگي ده، یعنی دا چې په مرسته به یې په اوږدمهاله کې د اقتصادي ثبات پیاوړي کول او پر بشري مرستو تکیه راکمه کړي.
د دغې ویناپاڼې له مخې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې، ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل: «په افغانستان کې په میلیونو کسان له بې وزلۍ څخه زوریږي اوښځې په نامتناسب ډول له دغې پدیدې څخه اغیزمنې دي.»
هغې زیاته کړه: «دغه نوښت له پراخې او دوامدارې اقتصادي ودې څخه ملاتړ کوي او له ټولنو سره مرسته کوي تر څو پر ځان متکي سي. د کارونو په زیاتیدو سره، د عاید او محصولاتو تولید، د ښځو او نورو زیانمنونکو ډلو ژوند چی په هغوی کی ځوانان، بیرته ستنیدونکي، داخلي بیځایه سوي او هغه بزگران هم شاملیږي چې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت تر اغیز لاندې راغلي، ښه کیږي.»
په افغانستان کی د اروپایی ټولنې مسؤلې همدارنگه وویل چی دغه برنامه داسې ټکنالوژۍ معرفي کوي چی له خلکو سره د اقلیمي بدلون له عواقبو سره د مبارزې په برخه کی مرسته کوي.
د آغاخان د بڼسټ اجرایوي رئیس، داکتر نجم الدین نجم وویل: «موږ خوښ یو چې په افغانستان کی له اروپایي ټولنې سره د یوې نوې پروژې تړون لاسلیک کوو.»
له سیمه ائیزو اقتصادونو ملاتړ
د اروپایی ټولنې د وینا پاڼې له مخې، په دغه پروژه کې مسلکي او ډیجیتالي مهارتونه شاملیږي چې هدف یې سیمه اییزو اقتصادونو ته تنوع ورکول او د کوچنیو او متوسطو شرکتونو پیاوړي کول دي.
د ښځو اقتصادي پیاوړتیا هم په دغه پروژه کې په نظر کې نیول سوې، لکه څنگه چې تمه کیږي څه د پاسه ۲۶ زره ښځې به په مستقیم او له ۱۴۶ زرو څخه زیاتې ښځې به په غیر مستقیم ډول د داسې فعالیتونو لکه د لبنیاتو آماده کولو له لارې له هغوی څخه گټه واخلي.
په وینا پاڼه کې همداراز راغلي چې د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې له پاره، دغه پروژه د حل نوې لارې کاروي، لکه د لمریزې انرژۍ په مرسته د اوبو لگولو سیستمونه او داسې نور اقدامات. دغه سیستمونه د اوبو کمښت له منځه وړي، حاصلات زیاتوي او د چاپیریال څخه ملاتړ کوي. دغه پروژه همدارنگه د سیمه اییزو خوړو د پیاوړي کیدو له پاره له ۹۲۰ کرهڼیزو کارونو او ۳۰۰ گلخانو څخه هم ملاتړ کوي.