فرانسه کې ډزې؛ پنځه تنه وژل شوي تورن کس ځان پولیسو ته سپارلی
۱۴۰۳ آذر ۲۵, یکشنبهد فرانسې امنيتي چارواکو او پولیسو ویلي دي چې د دې هیواد په شمال کې د ډزو په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي دي. پولیسو زیاته کړې چې تر پیښې وروسته یوه کس ځان پولیسو ته سپارلی دی خو په دې هکله یې لا ډیر جزئیات نه دي ورکړي.
زیاته شوي چې د لومړي وژل شوي کس جسد د شنبې په ورځ د فرانسې په شمال کې د ورموت په نامه ښار کې موندل شوی دی. د ژغورونکو ډلو د راپورورنو په اساس، دغه کس په ډزو تر ویشتل کیدو وروسته د سړک پر غاړه موندل شوی دی او دا چې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
تر دې پیښې وروسته، د فرانسې په شمال کې د دانکرک سیمې ته هم ژغورونکې ډله ورغوښتل شوې وه. د چارواکو او پولیسو په وینا، په دې سیمه کې دوه تنه امنیتي ساتونکي او دوه مهاجر وژل شوي ول. د اور وژنې د ادارې په خبره، دغه کسان احتمالا د اتومات وسلې په ډزو سره ویشتل شوي دي.
د همدې ورځې د شپې پرمهال، د فرانسې په شمال کې د ګویولد په سیمه کې یوه کس ځان پولیسو ته سپارلی دی. د فرانسوي چارواکو په خبره، هغه ویلي چې د «دانکرک په ساحلي سیمه» کې یې یو شمیر کسان وژلي دي. د لیون پلاژ ښاروال، اریک رومل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه کس د دانکرک د سیمې استوګن دی. د یادې پیښې او همدا راز د انګیزې په هکله یې اوس پولیسو او چارواکو پلټنې پیل کړي دي.
د نوموړي ښار د څرګندونو له مخې، ډزې په دوو مختلفو سیمو کې شوي دي. هغه زیاتوي چې په بندر کې دوه امنیتي ساتونکي هم د ګزمې پرمهال په ډزو ویشتل شوي او دوه تنه مهاجر بیا د لیون پلاژ او دانکرک په سیمو کې وژل شوي دي. د دغه ښار ښاروال د دې پیښې په هکله او یا یې د انګیزې په هکله نور جزئیات نه دي خپاره کړي.