انځوریز رپوټ: په زړه پورې او نوي کروز کښتۍ
د سمندري بېړیو اروپايي صنعت د آسیایي هیوادونو د ادارو له خوا له سخت فشار او مقابلې سره مخامخ دی. خو که خبره د سترو بیړیو د جوړولو وي، نو اروپا پکې اوس هم مخکښه ده چې په دې انځورونو کې هم څرګندیږي.
تر ټولو ستره بېړۍ
Harmony of the Seas په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو ستره بیړۍ ده چې ۳۶۲ متره اوږدوالی او ۶۶ متره سور لري. په دې ۱۶ پوړیزه کښتۍ کې ۲۰ د خوړو خونې، ۲۳ د لامبو حوزونه او یو پارک چې ۱۲ زره بوټې لري، موجود دي. دغه ستره بیړۍ د ۵۴۸۰ تنو مسافرو او تر ۲۰۰۰ ډیر د عملې کسانو د لیږدولو ګنجایش لري. دې کښتۍ ته لامبو وهونکی ښار هم ویل کیږي. د دې بیړۍ جوړونکي فرانسوي کمپنۍ ته تر یو میلیارد یورو ډیرې پيسې ورکول شوي.
په بېړه پرمختګ کوونکی صنعت
سږ کال به د مخلتفو هیوادونو تر پنځوس میلیونو ډير انسانان خپلې رخصتۍ په سمندري بیړیو کې تیرې کړي. دا شمیر د ۲۰۱۶م کال په پرتله یو میلیون زیات دی. د مسافرو زیاتیدل د بیړیو زیاتیدو په معنی ده. سږ کال په نړیواله کچه په ۴۴۸ لویو کښتیو کې ۲۶ نورې نوې سترې کښتۍ هم ور اضافه شوي دي. په دې کې د کوچنیو سیندونو او ژورو سمندرونو له پاره جوړې شوې کښتۍ هم شاملي دي.
د ژورو اوبو یا سمندر له پاره ۱۲ نوې کروز کښتۍ
یوازې سږ کال ۱۲ نوي کروز کښتۍ د سیاحت نړیوال بازار ته داخل شوي دي. دغه ټولې کښتۍ په یوه وخت کې د ۲۸ زرو مسافرو ځای لري. د سمندري بیړیو جوړولو صنعت ډلې CLIA په حواله په نړۍ کې هره څلورمه کښتۍ د آلمان د یارډ یا د هغې د کوم فرعي شرکت له خوا جوړه شوې ده.
د «اوویشن آف د سیز» لومړی سمندري سفر
اروپايي کمپنۍ د ډېرو سترو کښتیو د جوړولو د لسیزو تجربه لري. دا کار ډیر مهارت لرونکي کمپنۍ د خپلو تجربه لرونکو کارکوونکو په وسیله ترسره کوي. ویل کیږي چې اروپايي کمپنۍ داسې پیاوړي انجینران او تخنیکي کارکوونکي لري چې د هر ډول بیړیو جوړولو خوب په حقیقت بدلولی شي.
د سترو کښتیو جوړولو ساختمان
په نړۍ کې د کروز کښتیو جوړولو درې کمپنۍ ډېرې مشهورې دي چې په هغو کې د ایټاليا فنکانتیئر، د فرانسې ایس ټي ایکس او د آلمان په پاپن بورګ ښار کې د مایر شپ یارډ کمپنۍ شاملې دي.
د جاپاني کمپنۍ مقابله
د کروز کښتیو جوړولو په برخه کې یوازنی غیر اروپايي شرکت د جاپان د مټسوبیشي هیوي انډسټریز کمپنۍ ده، چې تر ۲۰۱۶ م کاله پورې ورسره یوازې د یوې کښتۍ جوړولو فرمایش و. د آلمان د ماير شپ یارډ کمپنۍ تر ۲۰۱۳م کاله پورې یوازې د یوه کروز کمپنۍ آئیدا له پاره ۷ سترې کښتۍ جوړې کړې وې. آئیدا په ۲۰۱۱م کال کې مټسوبیشي شرکت ته د دوو بیړیو جوړولو فرمایش ورکړ، خو دا کار پای ته ونه رسید.
د آئیدا بیرته ستنیدنه
په ۲۰۱۵م کال کې ائیدا دا ومنله چې د آلمان د مائر شپ یارډ کمپنۍ د دوی له پاره دوې سمندرۍ کښتۍ جوړوي. په هره کښتۍ کې به تر ۲۵۰۰ ډیرو کسانو له پاره کابینونه موجود وي او دواړي کښتۍ به د مایع طبیعي ګازو په وسیله چلیږي. یوه کښتۍ په ۲۰۱۸م کال کې ائیډا ته وسپارل شوه او دویمه یي د ۲۰۲۱م کال په پسرلي کې. دا سمندري کښتۍ چاپيریال ته لږ زیان اړونکي دي.
نوي کښتۍ چاپيریال ته لږ زیان اړوي
په اوس وخت کې کښتۍ داسې ډیزاینیږي چې د پترول او ډیزلو پر ځای مایع ګاز پکې وکارول شي. له دې سره به چاپیریال ته د زیان اړونکو ګازو په اخراج کې کمښت رامنځته شي. اوس په برقي موټرو او لږ برېښنا مصروفونکو ایل ای ډي ګروپونو باندې هم ډیر تمرکز کیږي. د دغو کښتیو په ساختماني موادو کې د کم وزن لرونکو توکو استعمال هم مهم نقش لري.
۱۹۱۲م کال د اپریل ۱۵مه، د کروز کښتیو د تاریخ توره ورځ
ټیټانیک ۲۶۹ متره اوږده ۹ پوړیزه کښتۍ وه چې د ۲۶۸۷ مسافرو او ۸۶۰ تنو پرسونل ګنجایش یي درلود. د دې کښتۍ په لومړي او وروستي سفر کې پکې ۲۲۰۰ مسافر او د عملي لسګونو پرسونل موجود ول. له دې ډلې ۱۵۰۰ تنو یي خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا ټول ژغورل کیدلی شوای، خو د کارپيتهیا په نوم یوه بله ستره بیړۍ یو ساعت او ۲۰ دقیقې وروسته هغه ځای ته ورسیده چیرې چې ټیټانیک ډوبه شوې وه.
د کروز کښتیو د جوړونې په برخه کې ممکن چین یو بل حریف وي
کیدای شي چین د اروپا د کښتیو جوړولو کمپنیو له پاره یو نوی حریف وګرځي. تیر کال نږدې یو میلیون چینایانو د سترو بیړیو سفرونه وکړل. تر ۲۰۳۰م کاله پورې کیدا شي دا شمیر ۸ میلیونو ته ورسیږي. په ۲۰۱۵م کال کې ایټالوي ادارې Fincantieri د چین د کښتۍ جوړونې شرکت (CSSC) سره په ګډه یوه نوې پروژه پیل کړه چې په ترڅ کې به یي د کښتیو د سیاحت بازار له پاره سترې سمندري کښتۍ جوړې کړای شي.