هامبورګ په عامه ترانسپورټ کې د وسلو پر لیږد بندیز لګوي
۱۴۰۳ آذر ۲۳, جمعههامبورګ ښار د آلمان د ټولو ۱۶ ایالتونو له ډلې لومړی ایالتي ښار دی چې په عامه ترانسپورت کې د وسلو پر لیږد یو ډول عمومي بندیز وضع کوي. د هامبورګ ښار له لوري دغه پریکړه، په برلین کې د حکومت د هغو قانوني اقداماتو برخه ده چې له کبله یې ایالتونو ته د امنیت د ټینګښت له پاره د پریکړو په برخه کې لا ډیر واک ورکول کیږي.
ولې دغه بندیز اوس وضع کیږي؟
د دغه ښار چارواکو ویلي چې د هامبورګ ښار په داخل او شاوخوا سیمو کې عامه ترانسپورټ ډیر استفاده کیږي. د دغه ښار سناتورې، انډي ګروټه، د المان خبري آژانس ته ویلي: «له دې کبله چې عامه ترانسپورټ ډیر کارول کیږي، له همدې کبله موږ باید دا ډاډمن کړو چې هر څوک په عامه ترانسپورټ کې ځان خوندي احساس کړي.» د هامبورګ ښار د دغې سیاستوالې په خبره، هامبورګ ښار د لومړي ځل له پاره د امنیتي بستې په چکړل شویو صلاحیتونو څخه استفاده کړې او په سیستماتیک ډول یې اقدامات عملي کړي دي.
په ورته وخت کې د هامبورګ ښار حکومتي ویاند د یادو اقداماتو د عملي کولو تائید کړی او زیاتوي چې د آلمان نور ایالتونه کولی شي د هامبورګ ښار په څیر امنیتي تدابیر عمل کړي.
داسې انګیرل کیږي چې په برلین کې فدرالي حکومت به هم د هیواد د اوږد واټن ریل شبکې کې پر تلونکو کسانو د ورته اقداماتو له پاره هڅې وکړي.
د وسلو د بندیز په هکله لا ډیر جزئیات د راتلونکې دوشنبې په ورځ به له حکومت او ځايي ادارو سره شریک کړل شي. د هامبورګ ښار د حکومتي چارواکو په خبره، دغه امنیتي اقدامات به د راتلونکې اونۍ له پیل څخه د عملي کیدو وړ وي.
د امنیت د ټینګښت له پاره د آلمان د فدرالي او ایالتي حکومتونو اقدامات د دغه هیواد په مختلفو عامه ځایونو کې د خونړیو امنیتي پیښو وروسته عملي کیږي. په دغه راز پیښو کې تر ټولو وروستی او خونړۍ پیښه د روان کال په اګست میاشت کېد نورد راین ویستفالن ایالت په زولینګن ښار کې پیښه شوه چې پکې د چړې یوه بریدګر درې کسان ووژل.