په خوړو کې د حبوباتو استعمال څه ګټه لري؟
په خوړو کې مختلف ډوله استعمالیدونکي حبوبات یا دالونه ډیرې ګټې لري. په دې انځوریز رپوټ کې د حبوباتو ځينو ګټو ته اشاره شوې ده.
حبوبات، د راتلونکي وخت بهترین خواړه
د غوښې په مقابل کې د مختلفو حبوباتو یا دالونو پخول آسانه او ډیرې روغتیايي ګټې لري. حبوبات له شکر څخه د مخنیوي او د زړه ناروغیو خطر کمولو سربیره، د کولیسترول او وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.
د معدني موادو زیرمتون
د حبوباتو د ګټو لیست نه ختمیږي. دالونه د لږ غوړ لرونکو پروتینو مهمه منبع ګڼل کیږي. په دې کې اوسپنه، پوتاشیم، مګنیزم او د زنک په څیر قوت بخښونکي مواد شامل دي.
خوندور غذایي رژیم
د کانګو، روانډا، پاکستان او هند په ګډون د پرمختګ پر لور هیوادونو کې حبوبات د خوړو مهمه برخه ده. په دغو سیمو کې یو پر دریمه برخه کسان د خوړو او وینې کمښت له ستونزو سره مخامخ دي. په داسې یو وخت کې حبوبات ښه خواړه ثابتیدلی شي.
مناسب قیمت او آسانه لاسرسی
د مِشیګن په پوهنتون کې د اقتصاد پروفیسرې مائیوش ماریدیا په حواله د پرمختګ پر لور هیوادونو کې له اقتصادي ننګونو سره د مقابلې په برخه کې حبوبات ځانګړی ځای لري. دا نه یوازې ښه مناسبه تغذیه ده، بلکې د غوښې او نورو زراعتي محصولاتو په مقابل کې ارزانه خواړه دي. حبوبات چاپیریال ته هم لږ زیان اړوي.
د غوښې تولید ډیرو اوبو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو په حواله له شیدو څخه ترلاسه کیدونکي پروتینو اندازه، له حبوباتو څخه په کمه بیه ترلاسه کیدلی شي. د ۵۰۰ ګرامه دال یا حبوباتو د ترلاسه کولو له پاره یوازې ۱۶۰ لیتره اوبه کارول کیږي، په داسې حال کې چې په همدې اندازه غوښې د ترلاسه کولو له پاره ۶۰ زره لیتره اوبو ته اړتیا وي.
د حبوباتو کښت
حبوبات نږدې په هر ډول ځمکه کې کرل کیدای شي. د دې ترڅنګ د حبوباتو فصلونه د وچکالۍ او یخنۍ په مقابل کې هم ښه مقاومت لري.
د پيړیو لرغونتوب
حبوبات له زرګونو کلونو راهیسې د انسان د خوړو یوه برخه ده. په اناطولیا کې لرغون پيژندونکو د کېندنو پر مهال د نخودو دال او توطي دال اثار موندلي ول. سربیره پر دې د مصر او روم په پخوانیو دورو کې هم د حبوباتو د استعمالیدو شواهد موندل شوي دي.
له حبوباتو جوړ رنګولي
پر ځمکه د رنګارنګ پيچلو ډیزاینونو رامنځته کولو هنر ته رنګولي ویل کیږي. دا هنر په هند کې پيل شوی و. په دې انځور کې له دال او وریجو سره د هند بیرغ په جوړولو سره، د هندي بزګرانو له ټولنې څخه د ملاتړ اظهار شوی دی.