غوره خاصيت لرونکي خواړه
په اروپا او امريکا کې اوس اوکادو، زنجفیل، کورکمن او نورو ډېرو دغه ډول خوراکي موادو ځانګړی ځای خپل کړی دی. له دغو خاص ځواک لرونکو خوړو څخه يې ځيني په دي انځوريز رپوټ کې کتلای شئ:
آچاي
آچاي له تور رنګ لرونکو ميوو څخه ده چې د سته په نوم يادیږي. دغه ميوې په کرار کرار په ټوله نړۍ کې ځای خپل کړی دی. ځکه ويل کيږي چې له خوراک سره يې وزن کمیږي او انتي اکسیداند لرونکې ده او د سرطان په مخنیوي کې ستر اغيز لري.
آوکادو
آوکادو په نړۍ کې له ډېر غوړ لرونکو مېوو څخه ده، خو بيا هم د چاغوونکو مېوو څخه نه ګڼل کيږي، ځکه د دغې مېوې غوړ ډېر ارزښتناکه او د کلسترولو په سطح، زړه او هاضمې مثبت اغېز پريږدي.
کلم کالی
کلم کالي يو ډول پاڼې لرونکي سابه دي چې په امريکا کي ډير مشهور دي او په کرار يې په اروپا کې هم ځای پيدا کړی دی. کلم کالي څو ډوله ډېر ويټامين لري. په ورځ کي د سل ګرامه مصرف يې په بدن کي د ویټامين C کمښت پوره کوي او د ويټامين A ډېر معدني موادو لکه اوسپنه او کلسیم لري.
واکسینیوم
په آلمان کي د جولای مياشت د واکسینوم مياشت ده. دغه مېوه د بيلا بيلو ويټاميننو درلودونکي ده او په بدن کي د التهاب مخه نيسي. ويل کيږي په لرغوني زمانې کې بودايانو او رومیانو د کولمو درد د مخنيوی له پاره ترینه کار اخیست.
زنجفیل يا سونډ
زنجفيل يا سونډ درمليز او شفا بخښونکي خواص لري او هاضمې ته ګټه رسوي. د زنجفيل په مصرف سره په کولمو کي د ويني جريان ښه کيږي او د کولمو التهاب رغيږي. زنجفيل له پخوا څخه د چين په دوديز طب کې مهم نقش درلود.
کورکمن
په هند کې له زرونو کلونو راهیسې کورکمن پيژندل شوي او هنديان کابو په ټولو خوړو کې ترینه کار اخلي. ځکه کورکمن د خوړو خوند ښه کوي او هم د غذا هضم اسانوي. همدا راز په وينه کي کلتسرول کموي او په بدن کې د التهاب مخه نيسي. د کورکمن د پيدايښت اصلي ځای هند دی.
بادام
په ورځ کې د څو دانو بادامو خوراک د بدن د تندرستۍ سبب کیږي. د بادامو خوړل سخته لوږه کموي او پر زړه مثبت اغيز کوي. دغه راز د ديابيت يا دویم ډول شکري او الزايمر مخه نيسي.
کوینوا
کوينوا داسې نبات دی چې په سويلي امريکا کې راټوکيږي او دانې يې د وريجو په څير دي. د سويلي امريکا بومي وګړي ورته د " اینکادانې" يا د پرو وريجې وايي چې په ټوله نړې کې د پروتينو سرچينې په توګه پيژندل کيږي. دغه دانې انتي اکسيداند خواص لري چې د ناروغيو ضد دي او هم ډېر معدني مواد لري.