هند؛ د ماشومانو د ودونو ضد عملياتو کې ۵ زره کسان نيول شوي
۱۴۰۳ دی ۲, یکشنبهد هندوستان د آسام ایالت لومړي وزیر، هیمنتا بیسوا سرما په يوه بيانيه کې ويلي دي: "موږ به د دې ټولنیز شر د پای ته رسولو لپاره زړور ګامونه پورته کولو ته دوام ورکړو."
نوموړي زیاته کړه: "آسام د ماشومانو ودونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي". هغه وويل چې عملیات په شپه کې ترسره شوي او نیول شوي کسان به د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، هند له ۲۲۰ میلیونو څخه زیاتو ماشوم ناوېګانو کور دی، خو په دې پېړۍ کې د ماشومانو ودونو کچه په پراخه توګه راټیټه شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې پیل شویو عملیاتو کې د آسام ایالت مخکې هم په زرګونو کسان نیولي چې پکښې د ماشومانو والدین او هغه ثبتونکي شامل دي چې د کم عمر ودونو پر سندونو لاسلیک یې کړی و. اوس د نیول شویو کسانو شمېر له ۴۸۰۰ کسانو څخه زیات شوی دی.
سرما په خپل ایالت کې تر ۲۰۲۶ کال پورې د ماشومانو د ودونو د بشپړ ختمولو لپاره د کمپاین مشري کوي.
هند: په روغتون کې اور لګیدنې لس نوي زیږدلي ماشومان وژلي
په هند کې د قانوني ودونو عمر ۱۸ کاله دی، خو په ځانګړې توګه په غریبو کلیوالو سیمو کې، په ملیونونو ماشومان د کم عمر په وخت کې ودونو کولو ته اړ کېږي.
ډېری والدین د دې امید سره خپل ماشومان ودوي چې د هغوی مالي حالت به ښه شي.
دا پایلې په ځانګړي ډول د نجونو لپاره خطرناکې دي، ځکه هغوی ښوونځي پرېږدي چې د خپلو میړونو لپاره د کور کارونه وکړي او د کم عمر زېږون له امله د روغتیايي ستونزو سره مخ کېږي.
په ۲۰۱۷ کال کې د هند سترې محکمې په یوه تاریخي پرېکړه کې وویل چې له کم عمره ښځې سره جنسي اړیکې د جنسي تېري په مانا دي، چې دا پرېکړه د فعالینو له خوا وستایل شوه.