1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندي کس د روغتون پر ډاکټرې د جنسي تېري او وژنې تور رد کړ

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۱, شنبه

هغه یو هندي چې پر یوې ۳۱ کلنې ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور محاکمه کېږي، ځان بې‌ګناه بللی دی. د وژنې دغه پيښه په هند کې د پراخو احتجاجونو لامل شوې وه.

https://p.dw.com/p/4oSKO
پر هندۍ ډاکټرې تر جنسي تېرنې او د هغې د وژنې وروسته احتجاجونه وشول
په روغتون کې د هندۍ ډاکټرې د مړي موندل کېدنې وروسته په ټول هيواد کې احتجاجونو وشولانځور: Satyajit Shaw/DW

کله چې د هند د کلکتې په يوه دولتي روغتون کې په وينو لړلی د يوې ډاکټرې مړی وموندل شو، نو په ټول هند کې احتجاجونه پېل شول. له دغې پيښې وروسته په دغه هيواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوامداره ستونزې پر ضد غوسه زياته شو.

د دې قضیې یوازیني تورن ۳۳ کلن سنجې رای دی. هغه د جمعې په ورځ په کلکته کې یوې محکمې ته وویل چې بې‌ګناه دی. دا خبره د هغه وکیل سوراو بانډیوپادیاي د فرانس پرس خبري آژانس سره شريکه کړه. 

رای محکمې ته وویل: "زه ګناهګار نه یم، عالیجناب، زه په دې قضیه کې په ناحقه تورن شوی یم."

پاکستان: د جنسي تیري جعلي خبر د واقعي احتجاجي خوځښت سبب شوی

رای چې د روغتون یو رضاکار و، د وژنې یوه ورځ وروسته ونیول شو او له هغه وخت راهیسې بندي دی. که چېرې هغه مجرم وپېژندل شي، کېدای شي د مرګ سزا ور کړل شي.  محکمې د روان کال د نومبر په ۱۱مه د شاوخوا ۵۰ شاهدانو د شهادتونو اورېدنه پیل کړه وه.

وکیل بانډیوپادیا وویل: "قاضي انیربن داس له هغه څخه د شپږ ساعتونو په اوږدو کې چې تر ماښام ناوخته پورې روانه وه، له ۱۰۰ څخه ډېرې پوښتنې وکړې."

رای مخکې له دې هم د نومبر په میاشت کې په یوه محکمه کې د محکمې څخه بهر د زندان له موټر څخه چیغې وهلې او خپله بې‌ګناهۍ یې اعلان کړې وه.

په کلکتې کې ډاکټرانو د دې وحشیانه برید په غبرګون کې د څو اونیو لپاره کار بند کړی و.

په لسګونو زره عادي هندوانو په اعتراضونو کې ګډون وکړ چې موخه یې د ښځینه ډاکټرانو لپاره د وېرې پرته د کار کولو د تدابیرو پر نشتوالي غوسه څرګندول وه.

چېک: په جنسي تېري او قتل تورن افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د هند سترې محکمې یوه ملي کاري ډله جوړه کړې چې د روغتیايي کارکوونکو د امنیت د پیاوړتیا څرنګوالی وڅېړي او ویلي یې دي چې د دې وژنې وحشت "د ملت ضمیر لړزولی دی".

د دې برید وحشت د ۲۰۱۲ کال له هغې پېښې سره پرتله شوی چې پکښې په یوه سرويس يا بس موټر کې پر یوې ځوانې ښځې ډله‌ییز جنسي تېری شوی وی او بيا وژل شوې وه. دغې پيښې د څو اونيو لپاره ملي اعتراضونه راپارولي ول.

د ډاکټرې د وژنې د قضيې سره مربوطه محاکمه دوام لري او راتلونکې اورېدنه به يې د جنورۍ په دويمه نېټه ترسره شي.

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.