ايران: ذهني ټکان او ژور خفگان
آن د کرونا وبا تر مخه اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او همدا راز پوځي بحرانونو د ايرانيانو پر روحيه ډېره بده اغیزه کړې وه. په دې برخه کې د حکومت هلو ځلو هم وضيعت ته تغير نه دی ورکړی.
روان پيژندونکي خبردارې ورکړی
د ايران د روغتیا وزير د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کي په دغه هیواد کي د ډيرو اقتصادي ستونزو او بيو د لوړيدو له کبله د رواني ناروغیو څخه خبرداری ورکړی وو. د ايران روان پيژندونکو اتحادیه اټکل کوي چې د دغه هیواد يو په څلورمه برخه وګړې له رواني ناروغيو او ژور خفګان زوريږي. امريکايي کاتو انستیتوت په ۲۰۱۹م کال کې ايران د نړۍ دريم بدمرغه هيواد ګڼلي وو، چې اوس په کي د کرونا وبا هم خپره شوه.
روغتونونه نورو چپرکټونو ته اړتيا لري
د ايران روغتيا وزارت مرستیال د سپتمبر په ۲۸ نيټه خبردارې ورکړې:« ټول هيواد په بيړني حالت کې دی. هيچرې د کرونا له ویروس څخه انسان خوندي نه دی.» نوموړي ټينګار وکړ چې د ژمي موسم کي د دغه ویروس خپريدلو لا زياتو پيښو له پاره چمتو اوسو او د روغتونو له پاره لس زره چپرکټونه ولرو.
په درواغو آرامول
په لومړي سر کي د دغه ویروس چټک خپريدل پټ وساتل شو. د روان کال جون په میاشت کې د ناروغیو پيښو په زياتیدلو سره بیا هم حکومت کوښښ وکړ، چې نورمال حالت بیرته راوګرزي او بنديزونه يې لري کړل. ولسمشر حسن روحاني له انتقاد کونکو او رسنیو غوښتنه وکړه، چې ټولنه نوره له رواني پلوه ونه زوروی.
ټولنه تر فشار لاندي
د ویروس خپريدلو له کبله خلک ویره لري، چې بيکاري به لا زياته شي. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه دوه ميليونه کارځايونه له منځه تللي.
د بیو لوړوالي او ورځينو اړینو توکو ته نه لاسی رسی
د کچالو بیه څلور برابره لوړه شوې او رومي بانجان د تیر کال په پرتله نن ورځ ۱۴۰ سلنه ګران شوي. له بهره واردونکي درمل د امريکا بندیزونو له کبله کم يابه دي.
د تیلو بيو لوړوالي په اړه د خلکو غصه
د تهران مشرتابه د بودجي د کسر له کبله د نومبر په میاشت کې له خلکو سره د تیلو په برخه کې حکومتي مرستې کمې کړي. په ټول هیواد کي سترې مظاهري وشوی، چې په سختۍ سره وټکول شوې. د امنیستي انترنشنل د معلوماتو له مخې په دغه مظاهرو کې له ۳۰۰ زيات کسان ووژل شو او په زرونو بنديان شول.
د جګړې ویره
د جنوري میاشتې په دریمه نیټه په عراق کي قاسم سلیماني د امريکا له خوا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل شو. سليماني د ایران انقلابي ګارد قومندان وو، چې له کبله يې د امریکا او ايران تر منځ د جګړي ويره خپره شوه.
سهوتاً رامنځته شوې تراژيدي
د جنوري مياشت پر ۸ نيټه ایراني پوځ په خطا سره د اوکراين مسافر وړونکي الوتکه په تهران کې هوا ته له پورته کيدلو لږ وروسته وويشتله. د ۱۷۶ مسافرو څخه يو هم ژوندې پاتې نه شو، چې ډير ايرانیان هم په کي وو.
«زموږ دښمن دلته دی»
د ایران حکومت او پوځ درې ورځې د الوتکي په ويشتلو منکر وو او مسؤليت اخیستلو ته چمتو نه وو. قاریدلو مظاهر کونکو په ډيرو ښارونو کی مظاهرې وکړي او د سیاسي مشرانو د استعفا غوښتنه یې کوله او ويل يې: «هغوی درواغ وایې چې امريکا متحده ایالت زموږ دښمن دي، زموږ دښمن همدلته دې.»
د بشپړ قناعت غوښتنه
د ويشتل شوې الوتکې د قربانیانو په منځ کي ۱۳۹ ايرانیان وو، چې ډير يې له بهر څخه هيواد ته راغلي وو. ډير شمير ايرانيان تر نن ورځ پورې اټکل کوي، چې که کانادا هيواد د ایراني اتباعو په اړه چې د کانادا تابيعت يې درلود پر ايران دولت فشار نه وایې راوړی، نو حقیقت به نه وايې راڅرګند شوې.
د نوي کال د لمانځنو نه تر سره کیدل
د الوتکي ویشتل کيدو تر غمجنې پېښې څو ورځې وروسته په ايران کې د کرونا وبا خپره شوه.د خلکو له پاره يوازنۍ خوشالي د نوي کال (نوروز) لمانځل وو، چې هغه لمانځنې هم لغوه شوې. د ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه حکومت له خلکو غوښتنه وکړه چې په کور پاتې شي او له ټولنيزو اړيکو ډډه وکړې.
بي اغيزې يووالی
د غیږنیوني اتل نوید افکاري د سپتمبر په میاشت کي د قتل په تور چې پرې ثابت شوې نه وو، د نړيوالو پر غوښتنو او بې شميره پرانيستو ليکونو اعدام شو.