د ملګرو ملتونو اتومي څارونکو د ایران پر نه همکارۍ انتقاد کړی
۱۴۰۳ آذر ۲, جمعهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر میاشتې پر ۲۱مه) د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د اتومي انرژۍ نړیوال اژآنس د ایران پر ضد د یوې نوې طرحې په تصویب سره دغه هیواد ته لارښوونه کړې چې له یاد آژانس سره همکاري ډیره کړي او د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې یې له ایران څخه د خپل اتومي پروګرام د هڅو په برخه کې د «هر اړخیز راپور» د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
ایران او د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان، د یو لړ مختلفو مسایلو په هغه ډله کې په دوو نامعلومو ځایونو کې د یورانیمو د آثارو په توضیح کې د تهران د ناکامۍ، د یورانیمو د غني کولو په برخه کې د دغه آژانس د ځینو مهمو کارپوهانو د شتون د مخنیوي او د دغه هیواد له خوا د اتومي پروګرام اړوند د پراخې څارنې څخه د تهران د انکار په برخه کې په خپلو کې اختلافات لري.
نوی پریکړه لیک له تهرانه څه غواړي؟
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۲م کال کې او همدا راز د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې هم ورته غوښتنې تکرار شوي، د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د سازمان نوی پریکړه لیک کې له تهران څخه غوښتنه شوې څو د یورانیمو د اثارو په برخه کې معتبر تخنیکي توضیحات ورکړي او همدا راز د اتومي انرژۍ د سازمان څارونکو ته هم د څار او نمونه اخیستنې اجازه ورکړي.
په دغه پریکړه لیک کې همدا راز د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ته سپارښتنه شوې څو «د ایران د اټومي پروګرام په اړه د پخوانیو او اوسنیو پاتې مسائلو په اړه او همدا راز د نا اعلان شويو اټومي موادو د احتمالي شتون یا کارولو په اړه یوه جامع او تازه ارزونه ترتیب کړي.» سربیره پر دې له دغه سازمان څخه غوښتنه شوې چې د یادو موضوعاتو په هکله د ایران د همکارۍ په هکله هم یو هر اړخیز راپور چمتو کړي.
ایران پریکړه لیک ته څه ځواب ورکړی؟
دغه پریکړه لیک چې د فرانسې، بریتانیا، آلمان او امریکا متحده ایالاتو د وړاندیز شوې طرحې وروسته د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار په سازمان کې د ۳۵ غړو هیوادونو د استازو له لوري تصویب شوی، د ایراني چارواکو له لوري د «سیاسي انګیزې» لرونکې یوه پریکړه لیک په توګه رد شوی دی.پریکړه لیک ته تر رایه اچونې وروسته یوه لوړ پوړي ډيپلومات د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندوینه کړې وه چې «که چیرته دغه راز یو پریکړه لیک موجود وي، نو [ایران] به یا خپل فعالیت ډیر کړي او یا به [خپل اتومي پروګرام ته] د آژانس د څارونکو لاس رسی کم کړي.»
پریکړه لیک ته تر رایې اچونې وروسته د دغه ديپلومات وړاندوینه په حقیقت بدله شوه. د ایران دولتي رسنۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او اتومي انرژۍ سازمان د یوې ګډې اعلامیې په حواله ویلي چې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي، د ایران اتومي انرژۍ سازمان ته د یورانیمو د غني کولو په پار د نویو پرمختللو سانتریفيوژنونو د فعالولو امر کړی دی.
ایران: د ګروسي او پزشکیان توافق کافي نه دی
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار د نړیوال سازمان دغه پریکړه لیک او د ایران غبرګون یوازې څو ورځې وروسته له هغه صورت نیسي چې د اتومي انرژۍ د څار د نړیوال سازمان مشر رافایل ګروسي تهران ته تللی وو او داسې ښکاريده چې د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره چې منځلاری ګڼل کیږي، د ملاقات په ترڅ کې یې یو لړ پرمختګونه ترلاسه کړي ول.
د رپوټونو په حواله، ایران په دغه سفر کې د آژانس له هغې غوښتنې سره موافقت ښوولی وو چې ایران باید د حساسو یورانیمو د غني کولو ذخایر تر ۶۰ سلنه پورې محدودې کړي، داسې توافق چې ګروسي هغه «په سم مسیر کې یو د پام وړ ګام» بللی وو او د هغه هرکلی یې کړی وو. خو بریتانیا، فرانسې، المان او متحده ایالاتو بیا د ایران دغه ژمنه ناکافي او غیر صادقانه بللې وه او هغه یې رد کړې وه.
سربیره پر دې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې تر دې وړاندې یې یاد پریکړه لیک ته د «متناسب» ځواب په هکله خبرداری ورکړی وو ویلي چې د اتومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره به یې د هیواد تعامل له اخلال سره مخامخ شي خو ټینګار یې وکړ چې ایران بیا هم د همکارۍ هیله لري.
د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان په حواله، ایران اوسمهال د اتومي وسلو د جوړولو له پاره په کافي اندازه ۹۰ سلنه خالص یورانیم لري او د یورانیمو د لا ډیرو غني کیدو په صورت کې، ایران به د څلورو اتومي بمونو د جوړولو له پاره کافي یورانیم په اختیار کې ولري. ایران بیا، د اتومي وسلو د جوړولو په برخه کې هڅې ردوي.