امريکا په سوريه کې پر ايران پلوو ځواکونو بريد وکړ
۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعهپنټاګون يا د متحده آيالاتو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې د امريکا متحده ايالاتو پوځ د سوريې په ختيځ کې د ايران له ملاتړ څخه برخمنو مليشه ځواکونو باندې هوايي بريد کړی دی. دغه بريد په عراق کې د توغنديو د بېلابېلو بريدونو په بدل کې کيږي چې په عراق کې يې د امريکايي ځواکونه او ديپلوماتيک تاسيسات په نخښه کړي ول.
د بريد په اړه څومره معلومات شته؟
پنټاګون وويل چې بريدونه د «سرحدي کنترول يوې نقطې» سره پر تاسيساتو شوي چې ايران پلوي د کتايب حزب الله او کتايب شعيد الشهدا ډلې يې کاروي.
امريکايي چارواکو ونه ويل چې په سوريه کې دغه بريد تلفات هم لرل، که څنګه. خو په بريتانيا کې مېشتې د بشري حقونو د څار ډلې وويل چې ۱۷ ايران پلوي جنګيالي په دغه بريد کې وژل شوي دي.
دغه هوايي بريد د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن لومړی پوځي اقدام دی.
/ن.ص/ن.ز/.am/rs