په جاپان کي یوې سختي زلزلې ډیر کسان ټپیان کړي
۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبهد جاپان ټلویزوني چینل، NHK رپوټ ورکړی دی، چي په دغه زلزله کي تر ۱۲۰ اضافه کسان ټپیان سوي دي. دغه چینل د رالویدلو شیانو، ماتو هندارو، د ماتو سوو اوبو پیپونو، د قبرونو دډبرو چپه کیدلو او د فوکشیما په سیمه کي د نړیدلو تعمیرونو او کورونو څخه خبر ورکړی دی. د زلزلې مرکز د جاپان د پاسفیک سواحلو سره نژدې ؤ.
د هلیکوپترونو څخه لیدل کیدل، چي څنګه ساختماني موټرونه د زلزلې په نتیجه کي د فوکوشیما د یوې لويي لاري تر کامل قطع کیدو وروسته، د سړک ماتي برخي او خاوره انتقالوي.
د زلزلې تأثیرات څو سوه کیلومتره لیري هم په ښکاره ډول سره احساسیدله او حتی په پایتخت ټوکیو کي څو دقیقې پرله پسې تعمیرونه ښوریدله.
د زلزلې ځپلي سیمي په ډیرو برخو کي تر راتلونکي سه شنبې پوري د امنیتي دلایلو په اساس د ریلونو تګ راتګ هم قطع سوی دی.
په سلهاوو زره کسان بې بریښنا
لکه څنګه چي د انرژۍ تهیه کونکي شرکت، ټوکیو الیکتریک پاور (ټيپکو) خبر ورکړی دی، پرون شپه تر زلزلې وروسته په سلهاوو زره کسان بې برقه پاته سول. خو پدې منځ کي بیرته هغه نورمال سوی دی.د فوکوشیما په اټومي دستګاوو کي د بې نظمۍ خبر ندی ورکول سوی.
د جاپان زلزلې سنجولو ادارې، JMA د ریشتر په مقیاس د ۷،۳ درجې زلزلې خبر ورکړی او په راتلونکو ورځو کي یې د نورو فرعي زلزلو د کیدو اټکل هم کړی دی.