د امريکا ګانګرس د جو بايدن بريا تاييد کړه
۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبهد امريکا کانګرس دواړو مجلسونو د رايه ورکوونکو ټولي رايي او په دې ډول يې د امريکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د جو بايدن انتخابيدل په رسمي ډول تاييد کړل. ۷۸ کلن بايدن د انتظار سره سم ۳۰۶ رايي او دونالد ترمپ ۲۳۲ رايي ترلاسه کړي وي.
د جمهوري رياست اوسني مرستيال مايک پينس د دواړو مجلسونو د ګډي جلسې وروستۍ رسمي نتيجه اعلان کړه. اوس نو په رسمي ډول روښانه سوه، چي چا د جمهوري رياست انتخابات ګټلي دي.
ترمپ د دندي د «منظم» ورسپارلو ژمنه وکړه
د امريکا کانګرس له خوا په رسمي ډول د جمهورريس په توګه د جو بايدن تر تاييد وروسته، ترمپ د جمهوري رياست د رسنيو د معلوماتي او اجتماعي مسايلو مرستيال، دان سکيفينو ته خبر ورکړ چي هغه به نور د دندي د ورسپارلو پر وړاندي مقاومت ونه کړي. په تويتر کي خپور سوي دغه خبر کي راغلي چي د وظيفې ورسپارل به د جنورۍ پر ۲۰مه په منظم ډول ترسره سي، خو د جمموري رياست د انتخاباتو نتايج به بيا هم ونه مني.
تر دې مخکي د امريکا د پارلمان مخ ته داسي صحنې رامنځته سوې چي تر اوسه يې ساري نه درلود. په پايتخت واشنګټن کي د دونالد ترمپ د قهرجنو پلويانو مظاهرو زور واخيست او د يو څو ساعتونو له پاره يې د پارلمان په ودانۍ کي ګډوډي رامنځته کړه.
د کانګرس دواړه مجلسونه مجبور سول خپلي جلسې قطع کړي، د پارلمان صالونونه خالي کړای سول او وکيلان خوندي ځايونو ته انتقال سول. څو ساعته وروسته کانګرس خپلو مشورو ته بيرته په جدي ډول سره ادامه ورکړه او د ترمپ کامله ماته يې اعلان کړه.
د امريکا راتلونکي ولسمشر جو بايدن دغه کار پر ديموکراسۍ باندي حمله وبلله او وې ويل «پر ودانۍ باندي حمله کول، هنداري ماتول، دفترونه اشغالول، د امريکا متحده ايالات سنا اشغالول او په دې ډول د انتخاب سوو سياستوالو تهديدول، مظاهره نه ده. دا بغاوت دی.»
دا کار همدارنګه نړيوال غبرګونونه او انديښنې هم رامنځته کړې. د اروپايي ټولني د پارلمان او اروپايي کميسيون تر څنګ د جرمني او د سيمي د هيوادونو نورو حکومتي مشرانو هم له دې امله سخته انديښته څرګنده کړې ده. د جرمني خارجه وزير هايکو ماس په تويتر کي ليکلي : «د ديموکراسۍ دښمنان به له واشنګټن څخه دغه ډول رامنځته سوو صحنو په ليدو سره خوشاله سي. ترمپ او د هغه پلويان بايد بلاخره د امريکا د اولس پريکړه ومني او له دې څخه ډډه وکړي، چي ديموکراسي تر پښو لاندي سي.»