بایدن د نوروز مبارکي ورکړه
۱۴۰۰ فروردین ۱, یکشنبهد امريکا ولسمشر، جو بايدن په يوه پيغام کې چې د سپينې ماڼۍ په ويب پاڼه کې خپور شوی، پسرلی «د حیات او زیږون د تجدید تل پاتې سيمبول ګڼلی، هغه هم د داسې رڼا او هيلې سره چې د امریکا متحده ايالاتو د خلکو نه نيولې تر منځنۍ آسیا، قفقاز، منځني ختيځ او اروپا پورې د خلکو زړونه ډکوي.»
بایدن وويل: «دا د هغه نوروز پيغام او خوشالي ده، چې موږ يې د اوه سين په دسترخوان سره په سپينه ماڼۍ کې لمانځو.»
په دغه پيغام کې راغلي دي چې سږکال د بل هر وخت څخه ډیر دغه نوروزي پيغام ته اړتیا شته.
د امریکا ولسمشر د تیرکال کال په جریان کې د کرونا وبا له اغيزو چې نړیوال ورسره مخ شول هم يادونه وکړه: «موږ ته تر دغو ټولو دردونو او کمښت راوروسته، ويل کيږي چې نور ښې ورځې په مخ کې لرو. موږ ټول باید له يو بل سره همکاري وکړو تر څو وشو کړای يوې لا ډيرې سولېزې او د تفاهم او وړتيا څخه ډکې ګډې راتلونکې ته لاسرسی پیدا کړو.»
بايدن خپل د نوروزۍ پيغام داسې پای ته ورساوه: «موږ به د کرونا وبا پر وړاندې خپلې مبارزې ته د تير په څير ادامه ورکوو، په عین حال کې زه هیله مند يم چې ډير ژر زموږ مجازي جشنونه نور په ښاديو او يو ځای کيدو سره ولمانځل شي تر څو ځانونه د خپلو کورنيو او دوستانو په منځ کې احساس کړو.»
دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.
د پسرلي پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوریز البوم: