1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن ښايي يو تورپوستی جنرال د دفاع وزير کړي

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د امريکایي رسنیو په حواله جو بايدن به متقاعد جنرال ليود اوستن د دفاع وزير په توګه غوره کړي. که چيري دا رپوټونه تائيد شي نو نوموړی به د پنتاګون لومړی تورپوستی مشر وي.

https://p.dw.com/p/3mOI3
General Lloyd J. Austin III
انځور: picture-alliance/dpa

امریکايي رسنيو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۷ مه نيټه) رپوټ ورکړی دی چې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو بريالی کانديد جو بايدین، ۶۷ کلن متقاعد جنرال ليود اوستن د دفاع وزير په توګه انتخابوي. که چيرې نوموړی په رښتيا ونومول شي نو بايدن به د يوې متنوع کابينې جوړولو خپله ژمنه پوره کړي وي.

په کانګرس کې مخالفت

دغه مسلکي پوځي افسر به ښايي په کانګرس کې له مخالفت سره مخ شي ځکه د ډیرو په آند په پنتاګون کې د پوځي او ملکي مشرتابه ترمنځ يوه روښانه ليکه يا بيلوالی بايد موجود وي.

اوستن د ميشل فلومي په مقابل کې چې مخکې یې د دې مقام د ترلاسه کولو ډېر چانس درلود، مخکې شوی دی. که فلومي هم نومول شوې وای نو دا به د پنتاگون لومړۍ ښځه مشره وای.

په داسې حال کې چې دا عادي ده چې د دفاع وزارت مشرانو په پوځ کې دنده ترسره کړې وي، خو له دوی څخه تر اوسه يوازې دوه يې مسلکي پوځي افسران ول چې يو یې جيمز ماتس وو چې د ولسمشر ترمپ په دوره کې د دفاع وزير وو.

دا چې اوستن دا څوکۍ ترلاسه کړي، نو کانګرس بايد پر دې موضوع د هغه قانون له وجې چې د وزارت د ملکي موقعيت ساتنه کوي، سترګې پټي کړي. د پوځ پخواني غړي د دفاع وزارت د مشرتوب ترلاسه کولو له پاره اووه کاله ترمخه بايد له پوځي وظيفي جلا شوی وي، خو اوستن په ۲۰۱۶م کال کې له پوځه تقاعد شوی دی.

ثابته سابقه

متقاعد جنرال اوستن ۴۱ کاله د امريکا متحده ایالاتو په پوځ کې دنده ترسره کړې ده او د پخواني ولسمشر بارک اوباما په لومړۍ دوره کې په عراق کې د امريکايي او ائتلافي ځواکونو مشر وو. هغه وخت جو بايدن مرستيال ولسمشر وو.

هغه په ۲۰۱۲م کال کې د امريکايي پوځ لومړی تورپوسته مرستيال مشر وو چې په پوځ کې دويم ستر مقام دی. نوموړي بيا د امریکا د مرکزي قومندې مشري پر غاړه واخیسته او له سوريې او عراقه يې د داعش په شړولو کې د امريکا د نقش مسئول وو.

متنوع کابينه

جو بايدن ژمنه کړې ده چې يوه متنوع کابينه به جوړوي او د امریکا نفوس ته به پکې انعکاس ورکوي. خو نوموړی د سنا مجلس له خوا د خپلو غوره شويو کانديدانو په منلو کې له خڼدونو سره مخ دی. په سنا مجلس کې دمګړۍ د جمهوري غوښتونکو اکثريت دی.

بايدن څو تنه ښځې د ځينو مهمو مقامونو له پاره غوره کړي دي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازيتوب له پاره لنده تومس ګرينفيلد، د سي آي ای د مشرۍ له پاره ايول هانس او همدا راز د ماليې وزارت له پاره يې جينت ايلين غوره کړې چې هغه به د امريکا په تاريخ کې د دغه وزارت لومړۍ ښځينه مشره وي.

ب. ص/ ن.ز (AP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب