1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيف: په کورسک کي د شمالي کوریا ۳۰ سرتیرته مرګ ژوبله اوښتې ده

ګل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

د کیف په حواله د اوکراین پوځ پر وړاندي جگړه کي د شمالي کوریا په لسونو سرتیري وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/4oC4Q
د اوکراین جگړه: د کورسک په سیمه کی نښتې
کيف: په کورسک کي د شمالي کوریا ۳۰ سرتیرته مرګ ژوبله اوښتې دهانځور: Russian Defense Ministry/AP/picture alliance

د اوکراین پوځ استخباراتو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۶) خبر ورکړ، چي «د شمالي کوریا واحدونو ته د اونۍ په پای کي د روسيې په کورسک سیمه کي د پام وړ زیانونه اوښتي دي. او د هغوی لږ تر لږه ۳۰ سرتیري یا وژل سوي او یا ټپیان سوي دي.»

داوکراین  ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ څرګنده کړه چي د روسیې په کورسک سيمه کې د جگړې په ترڅ کي د شمالي کوريا ډېرو سرتیرو ونډه اخيستې ده. د هغه په حواله هغوی په مشترکو واحدو کي د روسيې له سرتیرو سره اوږه پر اوږه جگړه کوي.

د اوکرایني پوځ په اګست مياشت کي د روسیې پر سرحدي سیمه کورسک يرغل وکړ او هلته يې پراخه ساحه په خپل کنترول کي کړه. زیلنسکي  په نوومبر مياشت کي ویلي وه چي د شمالي کوریا «ځینو» سرتیرو په جگړو کي برخه اخیستې او قرباني یې هم ورکړې ده. د اوکراین د ولسمشر په حواله، پیونگ یانگ ۱۱ زره سرتیري کورسک ته استولي دي.

امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا په روسيه کي شمالي کوريا د سرتيرو شمېر ۱۰ زره بللی دی. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویید اوستین، درې اونۍ مخکی وویل چې په دې باور دی چي شمالي کوریا به «ژر» په جگړو کي برخه واخلي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، د نوومبر مياشتي پر ۱۳ لا څرگنده کړې وه چي د پیونگ یانگ ځواکونو وختي لا په دغو جگړو پیل کړی دی.

د اوکراين پوځ د روسيې په کورسک سيمه کي له ناڅاپي پرمختگ سره، ډېره برخه بیرته له لاسه ورکړې ده. لکه څنگه چي د فرانسې خبري آژانس په نوومبر میاشت کي د اوکراین پوځ له کړیو څخه خبر سوی، په دغه وخت کي شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره مربع خاوره لا د اوکراین تر کنترول لاندي وه. مخکي له دې اوکراین د خپلو معلوماتو له مخې، ۱۴۰۰ کیلو متره مربع خاوره د کورسک په سیمه کي اشغال کړې وه.

روسیه  او شمالي کوریا په ۲۰۲۲م کال کي پر اوکراین باندي د روسیې  له برید راهیسي، په ښکاره ډول نیژدې سوي دي.

لوېدیځ هیوادونه له ډیره وخته راهیسي په نړیواله سطحه منزوي سوي دغه هیواد باندي تور لگوي چي مسکو ته د اوکراین پر وړاندي جگړې له پاره مهمات استوي. روسیه د نورو ترڅنگ د شمالي کوریا د توغندیو او اټومي پروگرام ملاتړ کوي.    

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.