پاريس او رياض د "دوو هیوادونو حللاري" ته د غونډي پلان لري
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبهد فرانسې ولسمشر امانويل مکرون، د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۴ م کال د دسمبر ۳) سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کي اعلان وکړ چي پاریس او ریاض په پام کي لري چي د ۲۰۲۵م کال په جون مياشت کي د اسرائیل او فلسطین" دوو هیوادونو د حللاري" له پاره نړیوال کنفرانس دایر کړي.
د فرانسې ولسمشر هیله مندي ښکاره کړه چي دغه کنفرانس به وکولای سي د اسرائیل د امنیت له پاره جوابونه پیدا کړي او دغه هیواد ته قناعت ورکړي چي د دوو هیوادونو د جوړولو حللاره کولای سي د اسرائیل له پاره مناسبه وي.
مکرون، همدارنگه ټینگار وکړ چي فرانسه تیاره ده، یو فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني، خو دغه اقدام باید "په یوه مناسب وخت کي" وسي. هغه په دې اړه د کومې ټاکلي نېټې له يادولو څخه ډډه وکړه او ويې ویل چي په پام کي لري، څو نور هغه اروپايي او غیر اروپايي شریکان او متحد چي دې لوري ته د حرکت له پاره آماده دي، هم په دغه بهیر کي شامل کړي.
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله د یوه فلسطیني هیواد د جوړیدو غوښتونکې سوه
د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۴ م کال د دسمبر ۳) د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره له اسرائیل څخه وغوښتل چي "له اشغال سوو سیمو څخه پرشا تگ سره " د یوه فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ وکړي.
دملگرو ملتونو د اسامبلې پریکړه لیک د ۱۵۷ هیوادونو په موافقو رایو سره تصویب سو. ۷ هیوادونو د اسرائیل او امریکا په گډون نوموړي پریکړه لیک ته منفي او ۷ نورو هیوادونو ممتنع رایه ورکړه.
عمومي اسامبلې په دغه پریکړه لیک کي د نړيوالو قوانينو له مخي د "دوو هیوادونو حللارې" قاطع ملاتړ اعلان کړ.
د نوموړي پریکړه لیک له مخي به د دواړو هیوادونو خلک " له ۱۹۶۷م کال مخکې، پیژندل سوو سرحدونو په اوږدو کي، یو د بل په څنگ کي په سوله او امنیت کي" ژوند وکړي.
دغه اسامبله همدارنگه د ۲۰۲۵م کال په جون مياشت کي په نیویارک کي د یوې نړیوالي غونډي غوښتونکې سوه. د دغې نړیوالي غونډي مشرتوب به فرانسه او سعودي عربستان په گډه پر غاړه واخلي.
د دغي غونډي هدف، د دوو هیوادونو حللارې د تحقق له پاره د ډیپلوماټیکې هلو ځلو رامنځته کول دي. سربیره پر دې، دغي اسامبلې دفلسطین د خلکو د حقونو، په ځانګړې توګه "د خپل برخلیک د ټاکلو د حق" او "د یوه خپلواک فلسطیني دولت د حق" غوښتنه وکړه.
د عمومي اسامبلې پریکړه لیک د عدالت نړيوالي محکمې لاهې، وروستي امر ته هم اشاره وکړه او له اسرائیل څخه یې غوښتي دي چي ډېر ژر "د فلسطینیانو په اشغالي سیمو کي خپل غیرقانوني حضور" ختم او د نوو ښارگوټو د جوړولو له پاره خپل ټول فعالیتونه و دروي.
په ملګرو ملتونو کي د فلسطیني ادارې استازي، ریاض منصور د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پریکړه لیک پر اهمیت باندي د ټینگار په ترڅ کي وویل چي "دفلسطین مسئله " د ملگرو ملتونو سازمان له جوړښت راهیسي د دغه سازمان په اجندا کي شامله وه او همدارنگه د هغې د اعتبار او اقتدار او د قوانینو پر اساس نړیوال نظم له پاره "تر ټولو مهمه آزموینه " ده.