د مهاجرت څېړونکی: په سوریه کې بدلون تاریخي څپرکی جوړولی شي
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهد مهاجرت څېړونکی جېرالډ کناوس، په سوریه کې د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته د کډوالو کړکېچ د نرمېدو چانس ویني. هغه د "شټېرن" آلمانۍ مجلې سره په خبرو کې وویل: "په منځمهاله توګه که ثبات ټینګ شي، دا د کډوالو د ستونزې لپاره، په شمول د اروپا، یو تاریخي بدلون کېدای شي."
هغه زیاته کړه: "په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت سوریایي کډوال سمدلاسه فرصت لري چې وګوري، آیا په خپل هېواد کې يې بیا امنیت شته که نه. که دا حقیقت شي، نو په آلمان او نورو اروپایي هېوادونو کې به د پناه غوښتنو شمېر هم کم شي."
د کناوس په نظر، په سوریه کې پرمختګونه کولای شي د آلمان په داخلي سیاست کې هم اغېز ولري. هغه وویل: "که سوریه ثبات ومومي، دا زموږ سیاست هم په ډراماتیک ډول او و مثبت لوري ته محرک کولی شي."
دا هم ولولئ: د هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني څوک دی؟
پکار ده چې یوه ستراتېژي طرح کړي
هغه زیاته کړه: "که په ۲۰۲۵م کال کې د سوریایي پناه غوښتونکو شمېر په چټکۍ سره راکم شي، نو خطرناک افراطي ځواکونه لکه د آلمان لپاره بديل ګوند (AfD) او د اتریش اف پي او، ګوند به کمزوري شي. له همدې امله د سوریې د ثبات موضوع باید لومړیتوب ولري، په ځانګړي ډول د بهرني سیاست په هڅو کې."
کناوس د آلمان له حکومت څخه وغوښتل چې د یوې تماس ډلې د جوړېدو لپاره ژر تر ژره کار وکړي. هغه وویل: "د هغو هېوادونو لپاره د تماس يوې ډلې ته اړتیا ده چې په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي. په دې کې باید اردن، ترکیه، اتریش، یونان، آلمان، اروپایي اتحادیه او د سوریې راتلونکی حکومت شامل وي. دې ډلې ته پکار ده چې یوه ستراتېژي طرح کړي او اروپایي اتحادیه باید ورسره مرسته وکړي."