1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: ‌د چین اټومي ‌وسلې د تمې خلاف پراختيا مومي

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون په خپل یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د چین د اټومي وسلو په هکله خپل پخواني اټکلونه بیا ارزولي‌ دي. په تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې چین په ډیر سرعت سره خپلو اټومي وسلو ته پراختیا ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/42ZxZ
China Mittelstreckenraketen in Peking
انځور: picture-alliance/newscom/S. Shaver

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۳) کانګرس ته په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې چین د خپلو وسلو په زیرمو کې د اټومي سرګلولو تعداد د تیر کال په پرتله په چټکۍ سره پراخ کړی دی.‌

د رپوټ له مخې چین د خپلو وسلو د زېرمو د پراخولو او پرمختللي ‌کولو پروګرام ته پراختيا او سرعت ورکړی دی. ‌بیجینګ بیا ویلي دي چې دوی [چين] غواړي او هیله لري چې د روانې ۲۱ پیړۍ په نیمايي کې له امریکا متحده ایالاتو سره د یوه ابر قدرت په څیر را څرګند شي. ‌پنتاګون په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې چین به وکولی شي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې په خپلو زیرمو کې د خپلو اټومي سرګلولو شمیر ۱۰۰۰ ته ورسوي.‌ پنتاګون په دغه رپوټ کې د چین د اټومي سرګلولو د اوسني تعداد په هکله څه نه دي ویلي.‌

د اټومي وسلو درې ګونی پروګرام؟

پنتاګون په دې باور دی چې چین د اټومي وسلو یو داسې درې ګونی سیستم لري چې کولی شي له هوا، ‌ځمکې او اوبو څخه اټومي برید وکړي، ‌داسې یو سیستم چې له لسیزو راهیسې یې امریکا متحده ایالات او روسیه په اختیار کې لري.

په دې ترڅ کې د واشنګټن ارزونې ښیې چې چین به هیڅکله هم د امریکا متحده ایالاتو په څیر په یوه اټومي قدرت پرته له دلیله برید ونه کړي. ‌د امریکا د دفاع وزارت بیا په دې باور دی چې چین د خپلو حریفانو د ګواښلو او ډارولو له پاره د خپلو اټومي ظرفیتونو د لوړولو په هڅه کې دی.‌

Washington Pentagon Luftaufnahme
انځور: Reuters/Y. Gripas

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې چین د توغندیو پر دریو داسې نویو تاسیساتو کار پیل کړی دی چې تر ځمکې لاندې سلګونه سیلوګانو کې یې له ځمکې څخه ځمکې ته توغندي ساتل او ترې ویشتل کیدلی شي. ‌په دغه تازه رپوټ کې د چین د DF-17 په نامه د منځني واټن ویشتونکي توغندیو یادونه هم شوې ده. دغه ډول توغندي تر غږ چټک سرعت قابلیت لري. ‌دغه ټکنالوژي کولی شي چې د امریکا متحده ایالاتو د توغنیدو دفاعي سیستم هم مات کړي.‌

دغه رپوت د ۲۰۲۰م کال په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون له لوري ‌د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی. ‌په دغه رپوټ کې د چين د تازه توغنديو د آزمويني په اړ د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیز څرګندونو ته اشاره نه ده شوې. چین په تیر اوړي کې د یوې داسې وسلې ازموینه وکړه چې سرعت یې د غږ له سرعت څخه هم لوړ دی.

د دغه رپوټ تر خپریدو وړاندې یعنې د تیرې چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارک میلي، د اسپن سیکیورټي فورم (Aspen Security Forum) په نامه یوه غونډه کې د چین د اټومي وسلو پروګرام پراختیا ته په اشارې ویلي ‌سره ويلي ول چې »موږ په نړۍ کې د جیو ستراتیژیک او نړیوال قدرت د یوه ستر بدلون شاهدان يوو.«

د بایدن اداره اوس هڅه کوي د کانګرس د تائید له لارې پر خپل اټومي سیاست له سره کتنه وکړي. ‌تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې څرنګه او په کومه اندازه به د چین وروستي اقدامات د امریکا د دغه اټومي سیاست پر بیا ارزونه اغیز وشیندي.‌

د امریکا دفاع وزارت بیا داسې اندېښنې هم لري چې په بهرنیو هیوادونو کې د چین له لوري د احتمالي پوځي اډو رغونه به یوه ورځ د امریکا متحده ایالاتو له پوځي عملیاتو سره مداخله هم وکړي او یا به د امریکا متحده ایالاتو خلاف د عملیاتو په ملاتړ کې نقش ولوبوي.‌

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په خپل تازه ‌رپوټ کې د تایوان د اوسني وضعیت په هکله هم اندېښنې څرګندې کړي دي.‌ چین تایوان د خپلې خاورې داسې برخه ګڼي چې ترې جلا شوې ده او امریکا متحده ایالات بیا تایوان ته د خپلواکي ديموکراسۍ په توګه ګوري او ان د پوځي برید په صورت کې یې د تایوان د ملاتړ خبره هم کړې ده.‌