حبوبات: مقوي او صحي خواړه چې کيدای شي د غوښې بديل هم وي
کبان او غوښه يوې خوا ته کړئ. حبوبات ښايي د راتلونکي «غوره خواړه» وي. د روغتيا نړيوال سازمان حبوبات صحي او ګټه ورو خواړه او د «غوښې د بديل» په توګه ياد کړي او د چاپيريال ساتنې ټولنې هم د حبوباتو پر کارولو ټينکار کوي.
هم خوندور او هم له غذايي خاصيت ډک
حبوبات او نباتي دانې لکه نخود، لوبيا او دالونه هم په آسانۍ سره تیاريږي او هم د روغتيايي پلوه ډېر ګټور دي. دا حبوبات د ديابيت يا شکر د مخنيوي، د زړه د ناروغيو د خطر د کمولو، د وزن په کمولو کې د مرستې او کولسترول يا د وينې غوړ د کمولو په دليل د پام وړ ګرځيدلي دي. که څه هم چې حبوبات د پرمختګ په درشل کې په ولاړو هېوادونو کې د خوړو په برخه کې ښه والي بالقوه وړتيا لري خو بيا له پامه غورځول کيږي.
ګټور خواړه
د حبوباتو د ګټو ليست ډېر اوږد دی. حبوبات ډېر فايبر لري، د کم غوړو لرونکي پروتين لري او له جلاتينو پاک دي. دا نباتي دانې د خوراک د بنسټيزو عنصرونو لکه وسپنې، پوتاشيم، مګنيزيم او جست سرچينه هم دي. په دې ترتيب حبوبات د هغو کسانو له پاره چې قوت بخښوونکو خوراکونو ته لاس نه لري، يوه ډېره ښه غذايي منبع ده.
تقويه شوي حبوبات
په کانګو، رواندا، هند او يو شمير نورو هيوادونو کې د یوې زراعتي پروسې له لارې د لوبيا نوي ډولونه ته وده ورکول کيږي چې وسپنه پکې ور ډېره شوې ده. په هغو سيمو کې چې د وګړو يو پر دريمه برخه یې د وسپنې د کمښت سره مخامخ وي، دا ډول لوبيا کولی شي د هرې ورځې ۴۵ سلنه غذايي اړتيا تامين کړي.
څو اړخير امتيار
د مشيګن پوهنتون د پرمختګ په حال کې اقتصادونو د برخې استاده پروفيسره مايويش مارديا وايي چې حبوبات کولی شي د پرمختګ په درشل کې د ولاړو هيوادونو د مشکلاتو په حل کې مرسته وکړي. حبوبات نه يوازې مناسب غذايي خاصيت لري، بلکې ارزان دي او په آسانۍ سره وده هم کوي. دا همدا راز د غوښې په پرتله چاپیريال ته هم کم زيان رسوي.
په کمه بيه ډېر پروتين
د ملګرو ملتونو په حواله د حبوباتو له لارې د پروتينو د تامين بيه له شيدو څخه د همدومره مقدار د پروتينو له پاره يو پر پنځمه برخه کمه ده. پر دې سربیره د ۵۰۰ ګرامو حبوباتو د توليد له پاره د ۱۲۰ ليترو په شا او خوا کې اوبو ته اړتيا ده، په داسې حال کې چې د غوا د ۵۰۰ ګرام غوښې له پاره ۷۰۰۰ ليتره اوبه مصرفیريږي.
حبوبات په (کابو) هر ځای کې کرل کیدلی شي
حبوبات په عمومي توګه په هغو ځايونو کې کيږي چې د اوبو پرمختللي سيستمونه او د کيمياوي موادونو لویې زيرمې نه لري. دا په دې معنا ده چې حبوبات ښايي په هغو سيمو چې نور بوټي پکې نه شي کرل کيدلی، خلکو ته ګټه ورسوي.
حبوبات په تیرو پيړيو کې
له اوږدې مودې راهيسې انسانان له حبوباتو څخه استفاده کوي. لرغون پوهانو په اناتوليا يعني نننۍ ترکيه کې د نخودو او دالونو د توليد نخښې موندلي دي چې آن تر میلاد ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کاله پخوا وخت سره تړاو لري.
حبوبات په هنر کې
حبوبات د انسان د فرهنګ د برخې په توګه په هنر کې هم کارول شوي دي. رنګولي هغه هنر دی چې ريښې یې په هند کې دي او په هغه کې د رنګ شويو شګو، ګلانو د پاڼو او همدا راز له لوبيا او دالونو کار اخيستل کيږي او په مرسته یې پر ځمکه پيچلي ډيزاينونه او شکلونه جوړيږي. په دې انځور کې د هند بیرغ د دالو او وريجو په کارولو سره جوړ شوی دی.
په شيريني کې يې کارول
حبوبات په څو ډوله کاريږي او سړی کولی شي د سهار په ناشته او غرمې ډوډۍ او نورو خوړو په تیارولو کې یې وکاروي. حبوبات د يوه صحي عنصر په توګه په کيکونو او نورو خوږو شيانو او آن په مشروباتو کې کارول کيږي.