1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

روسیه له سوریې څخه د هوايي دفاع سیستمونه باسي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبه

د واکمن بشار الاسد وخت ختم شو، او ښایي په سوریه کې د روسیې نفوذ هم ورسره پای ته ورسېږي. له دې څخه به د پوتین یو بل ملګری ګټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4oM5D
د S-400 ټریومف توغندیو سیسټم انځور د اوبوخوف دولتي فابریکې د ازموینې په یوه مرکز کې اخیستل شوی، چې د الماز-انټي کنسرن برخه ده.
روسیه |د S-400 Triumf توغندیو سیسټمانځور: Alexander Demianchuk/ITAR-TASS/IMAGO

روسیې د خپل ملګري بشار الاسد حکومت تر نسکورېدو وروسته له بېلابېلو سیمو څخه خپل هوايي دفاعي سیستمونه وایستل. د رسنیو د راپور او پوځي سرچینو له مخې، دا سیستمونه له سوريې د شمالي افریقا و کورنۍ جګړه ځپلي هېواد لیبیا ته انتقال شوي دي.

د اسد رژیم یوه پخواني پوځي افسر د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ځینې دفاعي سیستمونه او ټانکونه د خلیفه حفتر تر واک لاندې د لیبیا ختيځ ته انتقال شوي دي. د سوریې د بشري حقونو څارنې ډلې هم د هوايي دفاعي سیستمونو د ایستلو پخلی کړی دی. د دې خبر په اړه لومړی "وال سټریټ ژورنال" د امریکایي او لیبیایي سرچینو په حواله راپور ورکړی و.

لویدیځ پوځونه د لیبیا وضعیت څاري

لیبیا یو ناکام دولت ګڼل کېږي چې د ۲۰۱۱م کال په اکتوبر میاشت کې د معمر قذافي د واکمنۍ تر ختمېدو او وژنې وروسته په ګډوډۍ کې ډوب شو. دا هيواد له کلونو راهیسې د ختیځ او لویدیځ د سیالې واکمنۍ تر منځ ویشل شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې، لوېدیځ پوځونه له څو ورځو راهیسې په دقت سره څاري چې ایا مسکو په لیبیا کې خپل حضور پراخوي که نه. د آلمان د دفاع وزارت د دسمبر پر ۱۱مه په یوه تحلیل کې ویلي ول: "روسیه اصولا کولی شي د ختیځ لیبیا د واکمن خلیفه حفتر له لارې د توبروک بندر ته ځانګړی لاسرسی پيدا کړي چې هلته وسلې او مهمات ځای په ځای کړي."

دغه مطلب هم ولولئ: په برلين کې د ليبيا کنفرانس پريکړه ليک: مليشه ډلې دې بې وسلې شي

خلیفه حفتر له کلونو راهیسې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، له ملاتړه برخمن دی. د هېواد د لویدیځ په طرابلس کې د حکومت سره د واک پر سر په شخړه کې، هغه ته د ښې هوايي دفاع او بریدګرو وسلو درلودل ګټور ثابتېږي. د راپورونو له مخې په لیبیا کې د روسیې د واګنر ډلې په زرونو کرایه شوي جنګیالي هم شته.

د "وال سټریټ ژورنال" د راپور له مخې، روسي بار وړونکو الوتکو په دې وروستیو کې د 400 S-او 300S- دفاعي سیستمونه د لیبیا ختيځ ته انتقال کړي دي.

د واګنر ډلې کرایه شوي جنګیالي هم په لیبیا کې

خو د آلمان د دفاع وزارت په تحلیل کې راغلي دي چې حفتر په اصولي ډول له لوېدیځ سره د انډول اړیکو ساتلو هڅه هم کوي. برسېره پر دې، د لیبیا د ختيځ نورې ښکېلاکګرې ډلې د روسیې سره د ډېرې نژدې اړیکې په اړه نیوکې لري.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.