د سوریې وروستي تحولات؛ دمشق کې د ایران پر سفارت برید
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهد یاغیانو له خوا په دمشق کې د اسد د ماڼۍ نیول کیدل
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د یکشنبې په سهار د وسله والو یاغیانو یوه ډله د «الله اکبر» په نارو سره په دمشق کې د بشار الاسد ماڼۍ ته ننوزي. د جمهوري ریاست ماڼۍ چې د «د ولس ماڼۍ» نومیږي د دمشق په لویدیځ کې واقع ده.
بشارالاسد د یاغیانو له هجوم څو ساعته مخکې له دمشق څخه یو نامعلوم ځای ته وتلی دی. د رپوټونو په حواله یاغیانو بې له هیڅ ډول مقاومت څخه ولسمشریزه ماڼۍ نیولې ده. ویل کیږي چې کارمندان او امنیتي کارکوونکي هم لادمخه له دغې ودانۍ څخه وتلي ول.
د سوریې د یاغیانو مشر له نظامي ځواکونو غوښتي ول چې له دولتي تاسیساتو دې فاصله ونیسي او نوي انتقالي حکومت ته په رسمي ډول د واک تر لیږدول کیدو پورې به دغه ادارې د پخواني لومړي وزیر تر نظارت لاندې وي.
په دمشق کې د ایران پر سفارت هجوم
د ایران د صدا و سیما پورې اړوند «پرس ټي وي» شبکې رپوټ ورکړی دی چې یاغیانو د دمشق تر نیولو وروسته په دغه ښار کې د ایران پر سفارت برید کړی دی.
په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د سفارت هندارې ماتې شوي او یو شمیر وسایلو ته زیان اوښتی دی.
مخکې تر دې "العربیه" شبکې داسې ویډیوګانې خپرې کړې وې چې په کې څو تنه لیدل کیږي چې د سفارت پر دیوالونو ختلي او هغه پوسترونه څیري کوي چې د سپاه قدس پخوانی قوماندان قاسم سلیماني او د حزب الله پخوانی رهبر حسن نصرالله په کې څنګ په څنګ لیدل کیدل.
الجزیره رپوټ ورکړی دی چې په سوریه کې د ایران د سفارت کارکوونکي د خلکو تر هجوم راوړلو مخکې تښتیدلي دي او یاغیان له هیڅ ډول مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.
په همدې منځ کې د عراق دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې په دمشق کې یې خپل سفارت تخلیه کړی او عراقي دیپلوماتان یې لبنان ته انتقال کړي دي. د روسیې سفارت هم د خپلو کارمندانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
وسله والو د اسد د حکومت لومړی وزیر یوه هوټل ته انتقال کړی
د CNN تلویزوني شبکې د رپوټ پر بنسټ په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د سوریې لومړی وزیر محمد غازي الجلالي د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۸ نیټه) په ورځ له مخالفانو سره د همکارۍ له اعلانولو څو ساعته وروسته، د سوریایي یاغیانو له خوا په ظاهره کې په دمشق کې د یوه هوټل پر لور سکورت او لیږدول کیږي.
مخکې تر دې د سوریې لومړي وزیر له هیواد څخه د ده د وتلو په اړه ګونګوسې رد کړې وې او ویلي یې و چې غواړي د دولتي ادارو او تاسیساتو د فعالیت او ولسي خلکو د امنیت ډاډ ترلاسه کړي.
نوموړي د حکومت انتقالولو ته امادګي ښودلې وه او ټینګار یې کړی و چې سوریه باید «آزادو ټاکنو» ته تیاره وي، څو خلک د خپلې رهبرۍ د انتخابولو په هکله تصمیم ونیسي.
ترمپ: اسد وروسته له دې چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ وتښتید
د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بشار الاسد د تښتیدو په اړه رپوټونو تر خپریدو څو ساعته وروسته په ټولنیزه شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي: «اسد تللی دی. د هغه ملاتړې روسیه، روسیه، روسیه د ولادیمیر پوتین په رهبرۍ کې نور د هغه حفاظت ته لیوالتیا نه درلودله.»
ډونالډ ټرمپ د سوریایي یاغیانو پوځي عملیات «بې ساري او په بشپړ ډول همغږې شوي» وبلل او لیکلي يې و چې په سوریې کې وضعیت بې ثباته دی. ترمپ ټينګار کړی و: «دا زمونږ جګړه نه ده، پریږده چې پخپله مخته لاړه شي. مداخله مه کوئ.»