د دفاع وزیر موټر چلونکی او زوی یې وژل شوي
۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبهافغان امنیتي سرچینو د یکشنبې (فبرورۍ میاشتې ۱۴ نیټه) په سهار خبر ورکړی دی چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد موټر چلوونکی محمد افضل او پنځه کلن زوی یي په ډزو وژل شوي دي.
پيښه د پلازمېنې کابل د نهمې حوزې اړوند څلورم مکرویانو سیمه کې رامنځته شوې ده. د کابل پولیسو د پيښې په تائیدولو سره ویلي دي چې کیدای شي دغه پيښه د فاميلي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي. پولیسو ویلي دي چې په دې اړه یي څیړنې پيل کړي دي.
د نوموړي موټر چلوونکي جسد د لازیاتو څیړنو له پاره عدلي طب ته انتقال شوی دی. امنیتي سرچینو دویچه ویله ته ویلي دي چې د عدلي طب د معاېناتو نتیجه تر اوسه پورې پولیسو ته نه ده سپارل شوې.
ټاکل شوې ده چې د ملي دفاع وزارت د موټر چلوونکي مړی چې د ملي اردو یو افسر هم وو د عدلي طب تر څیړنو وروسته کاپيسا ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.
تراوسه پورې کوم شخص یا ډلې د دې پيښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. د هدفي وژنو او بمي چاودونو د پيښو ډیریدو د کابل اوسیدونکي په شدید ډول اندیښمن کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خبره یوازې په روان لمریز کال کې یې ۴۵۵ داسې کسان نیولي دي، چې په کابل کې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود. خو د قتلونو په کمښت او وضعیت په ښه کیدو کې هیڅ تغیر نه لیدل کیږي.