آیا داعش د سوریې سیاسي راتلونکي ته گواښ دی؟
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبهد «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې په عمومي ډول په ټول سوریه کي ماته خوړلې ده، خو بیا هم د دغه هیواد د سوله ایز راتلونکي له پاره یو خطر دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د دغه گواښ په ارزونې سره، د دغي افراطي ډلې پر وړاندي د پراخو هوايي بریدونو امر صادر کړی دی.
د داعش ضد په کمپاین کي له پوځي الوتکو څخه استفاده ښيي چي د بایدن اداره څومره دغه خطر جدي بولي. لکه څنگه چې د سوریې په مرکزي سیمه کي د داعش پر پوستو باندي په بریدونو کي له «بي۵۲» بم غورځوونکو او «اف-۱۵» او «تندربولت آ۱۰» جنگي الوتکو څخه کار اخیستل سوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کي ویلي دي چي: د سوریې په مرکز کي »د داعش د مشرانو، عملیاتي جوړښتونو او پټنځایونو پر وړاندي بریدونه د داعش د ماتي او کمزورۍ له پاره د اوسني ماموریت د یوې برخې په توگه« ترسره سول. دغې قوماندانۍ رپوټ ورکړی دی چي د داعش پر وړاندي «په لسونو دقیق هوايي بریدونه» ترسره سوي دي.
د جنرال مایکل اریک کوریلا، له خولې ویل سوي: «په دې هکله باید هیڅ ډول شک موجود نه وي چي موږ به اجازه ور نه کړو چي داعش بیرته ځان تنظیم کړي او په سوريه کي له اوسني وضعیته استفاده وکړي. په سوریه کي باید ټول سازمانونه په دې پوه سي چي که په یو شکل له داعش سره همکاري وکړي او یا هم د هغوی ملاتړ وکړي، په وړاندي به یې غبرگون وښیوو.»
بایدن د یکشنبې په ورځ په یوې وینا کي وویل: «موږ به د سوریې په ختیځ کي له ثبات سره مرسته وکړو او د هر گواښ پر وړاندي به د خپل هر پرسونل ملاتړ وکړو. د داعش پر وړاندي زموږ ماموریت، چي پکښې د هغو زندانونو امنیت هم شامل دی چي پکښي د داعش جنگیالي ساتل کیږي، همداسي به دوام پیدا کړي.»
«اسلامي دولت» په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی
د منځني ختیځ په چارو کي کارپوه او سیاسي مشاور کارستن ویلند، ویلي دي چي په اصطلاح «اسلامي دولت» په نوم ډله که څه هم په پراخه توگه ماته سوې ده، خو سوریه یې په بشپړ ډول نه ده پرې ایښې.
هغه دویچه ویله ته وویل:«لاهم د سوریې په مرکز او ختیځ کي بیلابیلې حجرې چي په هغو کي پټې حجرې هم شاملیږي، موجودي دي. او هغوی په اطمینان سره یو گواښ دی.» هغه وویل چي دغه گواښ په تیره بیا په اوس وخت کي چي په واک کې تشه موجوده ده، جدي ده او زیاته یې کړه چي فکر کوي د امریکا متحده ایالاتو سمه پریکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «اوس د هغو ځواکونو د ثابتولو وخت دی چي په سوریه کي یې قدرت په لاس کي نیولی دی تر څو په سوله ایز ډول قدرت انتقال سي او د «اسلامي دولت» په قالب کي کومه بله جبهه د هغوی پر اوږو پرې نه وزي.»
داعش په عراق کی جوړ سو
»اسلامي دولت« ډله په ۲۰۰۳م کال کي پر عراق باندي د امریکا متحده ایالاتو د برید په ترڅ کي جوړه سوه او په ۲۰۱۲م کال کي د سوریې د کورنۍ جگړې پر وخت پراخه سوه. په هغه وخت کي دغې ډلې ځانته النصره جبهه ویله.
د دغې ډلې مشر ابومحمد الجولاني وو، هغه کس چي اوس د هیئت تحریر شام ډلي رهبري کوي او تازه یې د سوریې دیکتاتور بشار الاسد حکومت ړنګ کړ.
الجولاني له ایډیولوژیکي پلوه مخ پر زیتیدونکي ډول د عراق له داعش څخه واتڼ نیولی وو او په ورستیو کلونو کي د دغو دواړو ډلو ترمنځ سیالي زیاته سوه.
پر ملکي کسانو دوامدار بریدونه
د سوریې وسله وال ځواکونه چي د کورنۍ جگړې له امله کمزوره سوي وه، له داعش سره د مقابلې له پاره ډېر څه نه لري. ډیرو سرتیرو یې په جگړه او یا هم په کمین کي ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو له ۲۰۱۵م کال راهیسي، داعش هم د النصره جبهې په شان، د امریکا متحده ایالاتو له خوا تر مخ پر زیاتیدونکي فشار لاندي راغلې ده. په ۲۰۱۹م کال کي د دغې ډلې کرښې په ښکاره ډول کمزوري سوي او مجبوره سوي چي خپله ماته ومني. په داسي حال کي چي د داعش څو پوځي او روحاني قوماندانانو وکولای سول په خپلو دندو کي پاته سي، خو امریکا د دغې ډلې په له منځه وړلو کې بریالۍ وه.
د داعش ډېر غړي د سوریې په شمال کي بندیان سول او تر نن ورځی پوري په اډو کي شپې او ورځی تیروي.
له دې سره سره، د داعش څو هستې او پټنځایونه لاس نه خوړلي پاته دي، په خاص ډول د بادیه په دښته کي چي د سوریې او عراق د سرحد په اوږدو کي پرته ده. ویلند وویل چي د داعش دغه عناصر ډېر وخت پر کلیوالو خلکو بریدونه کوي.
هغه وویل، که څه هم «د هغوی په لسونو کسان وژل سوي» خو د دغو عناصرو بشپړه نابودي ممکنه نه ده او څرگنده یې کړه چي د داعش نور غړي په دغو حجرو کي غیرفعال دي او بل ممکنه امر ته انتظار باسي.
له «اسلامي دولت» څخه د الجولاني د جلاوالي احتمال
داسي ښکاري چي داعش په اوسني حالت کي د خپلو فعالیتونو د پراخولو وس نه لري، دا لا پریږده چي وکولای سي د خپل پخواني قلمرو کنترول په لاس کي واخلي. خو د اسد تر راپرزولو او په سوریه کي تر سیاسي تحولاتو وروسته، امکان لري چي دغه بدنامه او ظالمه ترهگره ډله هڅه وکړي چي خپل نفوذ نورهم پراخ کړي. له همدې کبله ده چي په اوس وخت کي تر سختو بریدونو لاندي راغلې ده.
ویلند له داعش سره د الجولاني د اړیکو په هکله وویل چي په بشپړ ډول د تصور وړ ده چي د هیئت تحریر شام مشر خپله ایډيالوژي اړولې ده. هغه وویل: «دغې ډلې له داخلي لوبغاړو سره په بیلابیلو معاملو او هوکړو لاس پوري کړی دی. دغه رغنده پرمختگ ماته هیله مندي راکوي.»
هغه همدارنگه څرگنده کړه:«دا د پاملرنې وړ ده چي په (تیرو ورځو کي) هیڅ ډول عام وژنه او یا هم د غچ اخیستنې کمپاینونه رامنځته نه سول.« په داسي حال کي چي »د داعش تر ایډیالوژۍ لاندي به، په تیرو څو ورځو کي د بیخي بل ډول بدلونونو شاهدان وای.»