په آلمان کې درې کسان د برید پلانولو په شک نیول شوي
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبهد المان چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۱۰) وویل چې په دې هیواد کې یې درې کسان د یوه شکمن «اسلامپاله» برید د پلان په تور نیولي دي. د پولیسو په خبره، د دغو کسانو د کورونو د پلټنې پرمهال یې وسلې او چړې موندلې او زیاتوي چې داسې شواهد یې هم موندلي چې د «تاوتریخوالي ډک شکمنو فعالیتونو» پر پلان کولو دلالت کوي.
آلماني چارواکو ویلي دي چې یادو درې کسانو داسې څه پلانول چې له کبله یې «دولت له خطر سره مخامخ کیدو» خو ټینګار کوي چې د دوی پلان اوس په لومړیو پړاونو کې وو او دا چې اوس عامو خلکو ته کوم خطر متوجه نه دی.
آلماني پلټونکو د نیول شویو کسانو په ډله کې پر دوو وروڼو تور پورې کړی دی چې دوی «سخت دریځه مذهبي نظریه درلوده او له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یې «ژوره خواخوږي» لرله.
د آلماني چارواکو په خبره په نیولو شویو کسانو کې دوه وروڼه لبناني الاصله آلمانان دي چې د دې هیواد په مانهایم ښار کې ژوند کوي او عمرونه یې هم د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي. د چارواکو په خبره، دریم کس ۲۲ کلن ترکي الاصله آلمانۍ دی چې د آلمان د هیسن ایالت په هوختانوس سیمه کې ژوند کوي.
د آلمان په بادن وتمبرګ ایالت کې چې منهایم یې هم یو له ښارونو دی، پولیسو ویلي دي چې تورنو کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره ژوره خواخوږي درلوده. د دې ښار پولیس زیاتوي چې د شکمنو کسانو د کورونو د پلټنې پرمهال امنیتي چارواکو د وسلو ترڅنګ حفاظتي واسکټونه، د مخ پټولو ماسکونه او ګڼ شمیر موبایلونه هم نیولي دي.