په جاپان کې د ژر غوړيدونکو شګوفو انځورونه
جاپان په دې ورځو کې د ګيلاس ونو په شګوفو کي ډوب دی. په تيرو ۸۱۲ کلونو کي دا لومړی وار دی چې په دغه هيواد کې د ګيلاس ونې دومره ژر غوړيږې. په جاپان کې پسرلنۍ ښکلا په دې انځوريز راپور کې کتلې شئ.
د ګيلاس ونو شګوفو جشن چې د (هانامي) په نوم يادیږې، د جاپان د جشنونو لرغونی دود دی چې د پسرلي په موسم کې په ټول هيواد کې لمانځل کېږې.
هانامي په جاپان کي لرغونی دود دی چې د ګيلاس ونو شګوفو له غوړيدلو سره سم پیليږي.
د اوزاکا پوهنتون څېړنې ښيې چې د مارچ مياشتي پر ۲۶ نېټه پر يوه ځای دومره شګوفې وغوړيدلې چې په تيرو ۸۱۲ کلونو کي يې ساری نه وو. د دغي څېړنې له مخې سږګال د نورو کلونو په پرتله شګوفي له خپل وخته مخکې وغوړيډلې.
د هانامي جشن په اړه اسناد تر ۱۲۰۰ کلونو زياتې مودې ته رسیږې. حتي د خاطراتو په کتابچو او د ځينو محکمو په اسنادو کي د ګيلاس ونو د شګوفو يادونه شوې او په دقت سره ثبت شوي دي.
د موجودو اسنادو له مخې په وروستې ځل په ۱۴۰۹م کې د ګيلاس ونو شګوفي د مارچ مياشتي پر ۲۷مه خپل اوج ته رسېدلي وې.
د ګيلاس ونو ژر راويښېدل له ۱۸۰۰م کال راهيسي پيل شوي دي چې د اپريل مياشتې له وروستۍ نيټې څخه نيماي ته او په وروستيو کلونو کي د مارچ مياشتې وروستيو ته رسيدلې دي.
په توکيو کي هم سږکال د ګيلاس ونو شګوفو تر تيرو کلونو ژر خپله ښکلا نندارې ته وړاندې کړه. په توکيو کې سږکال ژمی تر نورو کلونو تود وو.
په ۲۰۲۱م کال کي په هيروشيما کي د ګيلاس ونو شګوفي حتي د مارچ مياشت پر يوولسمه وغوړيډلې، يعني د ۲۰۰۴م کال له ريکارد څخه اته ورځې مخکې.
څېړونکي له ژمني خوب څخه د ونو د ژر راويښېدو دليل د ځمکي تودوخه او د اقليم بدلون ګڼې.
جاپان په نړۍ کې د يوه پياوړي صنعتي هيواد په توګه، د گلخانه يي گازو د توليد په برخه کې شپږم هيواد دی. د چاپيريال ساتني پلويانو د جاپان پر دولت فشارونه زيات کړي دي.
په جاپان کې په دوديز ډول د ساکورا شګوفه د هيواد ملي ګل ګڼل بلل کيږي او د دغه هيواد په شعر او ادبياتو کي خاص ځای لري. جاپان په نړۍ کې د ګيلاس ونو د شمېر او تنوع له مخي په نړۍ تر ټولو غني هیواد دی.
په جاپان کي د ګيلاس (ساکورا) ونو ډولونه کابو ۶۰۰ ته رسیږي.
له لرغونو زمانو څخه د «۷ ورځو غنچه، ۷ شگوفيني ورځي» اصطلاح د جاپان په خلکو کي دود ده.
د جاپان د پوليسو او دغه راز دفاعي چارو په قواو کي د ساکورا انځور ته د خلکو د مال او ځان ساتنې په موخه د يو سمبول په توګه کتل کيږې. په حقيقت کي د پلیسو او نظاميانو پر درجو د ساکورا نقش د نورو هيوادونو له ستورو سره برابر دي.