د دونالد ترمپ سلاکار: ترمپ به ژر له پوتين سره خبرې وکړي
۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبهددونالد ترمپ يو لوړ پوړي سلاکار ويلي دي چې تمه کيږي چې ترمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې خبرې سره وکړي. هغه زياته کړې ده چې دا واقعیت نه لري چې د اوکراین له هرې برخې د روسي سرتېرو ویستل ممکن دي.
ترمپ، چې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه به د امریکا ولسمشر شي، ځان د یو ماهر سوداګر په توګه معرفي کوي او ژمنه یې کړې چې په چټکۍ سره به د اوکراین جګړه ختمه کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا کار به څنګه ممکن کړي. تر مخه هم راپورونه ورکول شوي ول چېترمپ د پوتين سره خبرو اترو ته چمتو والی نيسي.
د امریکا د کانګرس غړي مایک والټز چې د ملي امنیت راتلونکی سلاکار دی، د یکشنبې په ورځ (ABC) رسنۍ ته وویل چې روانه جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر يو "داسي ماشين ګرځېدلی چې انسانان او منابع" له منځه وړي. د هغه په وينا دغه جګړه د "د دریمې نړیوالې جګړې عواقب" لري.
ديپلوماتيکي لاره
والټز چې د ترمپ له وفادارو کسانو څخه يو دی او په ملي ګارد کې يې د کرنل په توګه خدمت کړی دی، د اوکراين د جګړې په هکله يې ABC ته وویل: "هرڅوک پوهېږي چې دا باید په یو ډول له دپلوماتیکې لارې پای ته ورسیږي."
د ترمپ سلاکار زياته کړې ده: "زه فکر نه کوم چې دا به واقعي وي چې ووایو موږ به د اوکراین له هرې برخې، حتی له کریمیا، څخه هر روسی وباسو. ولسمشر ترمپ په دې حقیقت اعتراف کړی او زه فکر کوم چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې ټوله نړۍ په دې حقیقت اعتراف کوي. اوس باید مخته لاړ شو."
کله چې د ترمپ او پوتین ترمنځ د تماسونو په اړه پوښتنه وشوه، نو والټز وویل: "زه د تليفوني خبرو تمه لرم، لږ تر لږه په راتلونکو ورځو او اونیو کې. نو، دا به یو (لومړی) ګام وي او له هغه ځایه به وړاندې ځو."
د لوېديځ او روسيې تر ټولو لوی کړکېچ
په ۲۰۲۲ کې پر اوکراين د روسيې یرغل تر اوسه په لسونو زره کسان وژلي، م لیونونه خلک یې بې ځایه کړي او په ۱۹۶۲م کال کې د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته يې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو تر ټولو لویه شخړه رامنځته کړې ده.
د امریکا چارواکي روسیه د یو فاسد استبدادي رژیم په توګه معرفي کوي چې د متحده ایالاتو لپاره تر ټولو لوی ګواښونکی دولت دی او په امریکايي انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې، د جعلي تورونو پر بنسټ یې امریکايي اتباع بندیان کړي او د امریکا د متحدینو پر ضد یې د تخریب کمپاینونه کړي دي.
د روسیې چارواکي وایي چې متحده ایالات یو مخ په زوال ځواک دی چې له ۱۹۹۱ د شوروي اتحاد له تجزیې وروسته یې په پرله پسې ډول د روسیې ګټې له پامه غورځولي دي. روسي چارواکي همداشان د امريکا پر متحده ايالاتو تور لګوي چې په روسيه کې دننه ګډوډۍ او په ټولنه کې بېلتونونه رامنځته کول غواړي.