انځورونه: په ابوظبي کې د سپکو او درنو وسلو د خرڅلاو تود بازار
په ابوظبي کې د وسلو او د تسليحاتي توکو دغه نندارتون، پر کرونا وبا سربیره په حضوري ډول جوړ شوی دی. اماراتو د خپل پوځ د لا تقويې له پاره د نندارتون په لومړۍ ورځ، د يو ميليارد او ۳۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې واخیستې.
د ايډکس نندارتون
د وسلو او پوځي تجهيزاتو ايډکس (International Defence Exhibition & Conference) نندارتون په خپل ډول کې تر ټولو ستر نندارتون دی چې په منځني ختيځ کې پرانیستل شوی دی.
نمايشي پروازونه
دغه نندارتون د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۲۱مه) پرانیستل شو. تر پرانیستنې مخکې، د متحده عربي اماراتو د پوځ جنګي الوتکو نمايشي پروازونه وکړل.
پنځه ورځنی نندارتون
په ابوظبي کې د وسلو دغه ستر نندارتون چې د فبروري پر ۲۱ پرانیستل شو، د فبروري تر ۲۵مې به ادامه لري. متحده عربي اماراتو په لومړۍ ورځ له صربستان او سويلي افریقا سره د توپخانې او بې پيلوټه الوتکو د رانيولو قراردادونه وکړل.
فزيکي واټن باید رعایت شي
د کرونا وبا ته په کتو، سپارښتنه شوې چې نندارتون ته راغلي کسان بايد یو د بل ترمنځ فزيکي واټن (لږ تر لږه دوه متره) رعایت کړي. خو دغه کار په ټولو مواردو کې ممکن نه دی.
عواید کم شوي خو وسلې لا هم ښه بازار لري
د کرونا وبا پر وخت د منځني ختيځ هیوادونو په عوايدو کې کمښت راغلی دی. په دې سره د دغو هیوادونو پوځي لګښتونه هم عملاً لږ شوي دي.
د وسلو لوی لوی قراردادونه
سربيره پر دې چې د منځني ختيځ هيوادونو عواید د کرونا پر وخت لږ شوي، خو متحده عربي اماراتو د نندارتون په لومړۍ ورځ د يو ميليارد او ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې رانيولې.
د وسلو لا ډیرو فروشاتو ته هيلې
د نړۍ د مختلفو وسلې توليدونکي هيوادونه هيله مند دي چې د دغه نندارتون له لارې وشي کړای په منځني ختيځ کې د خپلو پوځي تولیداتو د خرڅلاو کچه لوړه کړي.
چين له بالستيکي توغندي سره حضور لري
چین چې په نړۍ کې په تسليحاتي برخه کې دوهم لوی صادرونکی هیواد دی، د ابوظبي په نندارتون کې د «فایر دراګون» بالستيکي توغندي له یوې واقعې نمونې سره حضور لري.
سپکې او درنې وسلې
د ابوظبي په نندارتون کې سپکې وسلې هم نندارې ته ايښودل شوي. د متحده عربي اماراتو د پوځ افسران د يوه توپک ننداره کوي.
په نندارتون کې د روسيې تر ټولو مهم حضور
د ابوظبي په نندارتون کې روسيه تر ټولو رنګين رول لري. په نندارتون کې د روسي د وسلو تولیدونکی حکومتي شرکت (Rosoboronexport) ته د ځانګړی شوي ځای یوه څنډه ليدل کيږي.
د سويلي کوریا ساخت يو زره پوښ
چين، روسيه، امريکا متحده ايالات او یا هم آلمان په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر توليد کوونکي هیوادونو شمیرل کيږي. خو د ابوظبي د وسلو په نندارتون کې د جنوبي کوريا په څير هیوادونو هم ګډون کړی تر څو د خپلو پوځي توليداتو خرڅلاو ته بازار پيدا کړي. په انځور کې يو زره پوښ لیدل کيږي.