پر ايران د ملگرو ملتونو د وسلو رانيولو بندیز له منځه تللی
۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبهايران ويلي دي چې اوس د خپلو دفاعي اړتياو د پوره کولو له پاره د وسلې په رانیولو کې آزاد دی ځکه چې د ملگرو ملتونو له خوا پرې د وسلو د پير او پلور په تړاو لگيدلی بندیز د يکشنبې (د اکتوبر ۱۸ نیټه) ختم شوی دی.
خو ایران په عين حال کې دا اعلان هم کړی دی چې دغه اوسمهال د وسلو د رانیولو ليوالتيا نه لري او نه به هم په دفاعي برخه کې «په لويه کچه د ويجاړونکو» وسلو له پاره ځای ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزير جواد ظريف په يوه تويت کې ویلي: «له نړۍ سره د ایران د دفاعي همکارۍ نورمال کيدل د تکثريت د موخې او سيمې د امن او ثبات بريا ده.»
د جواد ظريف له دې تبصرې سره سم د ايران د بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه هم خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کې ویل شوي چې «د ايران اسلامي جمهوريت سر له نن ورځې د خپلو دفاعي اړتياو د پوره کولو له پاره هر ډول وسله او آلات د هر ډول قانوني بندیز پرته، له هر چا څخه رانيولی شي.»
په اعلاميه کې زياته شوې چې ایران د خپلو تگلارو پر بنسټ دفاعي سامان آلات واردولی هم شي.
تاريخي ورځ
د ملگرو ملتونو امنيت شورا په ۲۰۰۷م کال کې پر ایران د وسلو پر پير او پلور بندیزونه لگولي ول. په ۲۰۱۵م کال کې امريکا، فرانسه، بريتانيا، چين، روسيه او آلمان له ایران سره يوه اتومي تړون ته رسيدلي ول. د همدې تړون پر اساس پر ايران د وسلې د پير او پلور په برخه کې لگيدلي بندیزونه د يکشنبې په ورځ لغوه شول. د دې تړون موخه دا وه چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو له نرمولو سره دغه هيواد د اتومي وسلو د توليد څخه لاس اخيتسو ته اړ باسل شي.
خو واک ته د دونالد ترمپ له رسيدو سره سم د امريکا متحده ایالاتو او ايران ترمنځ ترنگلتياوې زیاتې شوې. په ۲۰۱۸م کال کې امريکا په يو اړخیزه توگه له دې تړون څخه ووتله.
د ترمپ ادارې پر ايران د وسلو د رانيولو په برخه کې د لگيدلي بندیز پر غځولو ټينگار کاوه خو په اگست میاشت کې د ترمپ حکومت هغه وخت سخت ټکان وخوړ چې په امنيت شورا کې د دې بندیز د مودې په غځولو ونه توانيد.
جواد ظريف دا د «نړيوالې ټولنې له پاره يوه تاريخي ورځ بللې او ويلي یې دي چې نړۍ د امنيت شورا د پريکړه ليکونو او اتومي تړون د سپکاوي د امريکا هڅې رد کړي دي.»
خو د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو خبرداری ورکړ چې پر ایران د وسلو پلورل به د ملگرو ملتونو له پريکړه ليکونو څخه سرغړونه وي. نوموړي وويل چی امريکا به شخصاً پر هغه کس يا دولت بندیزونه وضع کړي چې له ایران سره د دودیزو وسلو په ترلاسه کولو، پلورلو او يا انتقال کې مرسته وکړي.
مايک پومپيو زياته کړې چې «هر هيواد چې په منځني ختیځ کې امن او ثبات ته ليوال دی او د ترهگرۍ ضد جگړې ملاتړی دی، هغه بايد له ايران سره د وسلو له تجارته ډډه وکړي.»
زموږ له آرشيف څخه: