امریکا«پاتریوت» توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقال کړل
۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبهد اوکراین د پوځ د قوماندانۍ مرکز اعلان کړی دی چي د روسیې وسله والو ځواکونو د چهارشنبې په ماښام (د مارچ ۹مه) د اوکراین د پایتخت کیف د محاصرې د حلقې تنګولو له پاره «یرغلیزو عملیاتو» ته ادامه ورکړې ده.
د نوموړي مرکز د رپوټ له مخي، همدارنګه نوي عملیات د پتروفسک »شمال«، ایزیوم، هروشواخا «دواړه په ختیځ»، سومي،اوکتیرکا «دواړه په شمال ختیځ» او د دونتسک او زاپروژا «دواړه په جنوب ختیځ» کي ترسره سوي دي.
د څو ورځو په ترڅ کي د کیف پرشاوخوا پراته روسي ځواکونه په ښکاره ډول دغه ښار ته نیژدې سوي دي. یوازي پنځه ورځي مخکي د روسیې پوځ همدارنګه د کیف له شمال شرق څخه سل کیلومتره واټن درلود خو د فرانسې د خبري آژانس په حواله روسیې پوځ د چهارشنبې په ورځ له کیف سره هم سرحده ښار، بورواري ته رسیدلی دی.
د روسیې د نفتو د وارداتو منع کول
د امریکا د استازو مجلس په قاطع اکثریت سره د روسیې د نفتو د وارداتو پر منع کولو باندي پریکړه وکړه. د استازو مجلس د ۴۱۴ موافقو رایو د ۱۷ مخالفو رایو په وړاندي دغه لایحه تصویب کړه.
زیلنسکي د روسیې پرضد د سختو تعزیراتو غوښتونکی سو
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي د ماریوپل په ښار کي پر یوه زیږنتون باندي د روسیې تربرید وروسته، د لویدیځ له خوا پر روسیې باندي د تعزیراتو د وضع کولو غوښتونکی سوی. زیلنسکي په یوه ویدیويي پیغام کي وویل: «په اوکراین کي یوه نسل وژنه روانه ده» هغه زیاته کړه «که لویدیځ هیوادونو پر مسکو باندي لا زیات فشارونه راوړي وای، نو هغوی به ددغي نسل وژني د ادامې له پاره نور امکان نه درلود.»
د زیلنسکي په خبره تر اوسه ۳۵ زره انسانان د بشردوستانه دهلیزونو له لاري د اوکراین لویدیځ ته تښتیدلي دي. په ماریوپل کي پریوه کلینک باندي د برید په نتیجه کي ۱۷ کسان زخمیان سوي چي په هغو کي یوه امیدواره ښځه هم شامله وه.
د اوکراین ولسمشر یو وار بیا پر اوکراین باندي د ممنوعه پرواز د ساحې غوښتونکی سو. خو د ناټو هیوادونه، جګړې ته د ښکیل کیدو له ویري، تر اوسه دغه غوښتنه رد کړې ده.
امریکا »پاتریوت« توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقالوي
امریکا متحده ایالاتو په اوکراین کي د نښتو په زیاتوالي سره، د احتیاط له پاره دوه پاتریوت توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقال کړل.
د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د دغه خبر په تائید سره وویل: «موږ به د هغوی د ځای پرځای د سیمي او همدارنګه عملیاتي وضعیت په هکله خبري وکړو.»
د پنتاګون ویاند، جان کیربي ټینګار وکړ چي دغه حرکت، د روسانو له خوا د هیڅ کومي پیښي او یا هم کوم خاص اقدام په وړاندي غبرګون نه دی، بلکي د پولنډ په ګاونډي اوکراین کي جګړې ته په کتو سره د پاتریوت توغندي د ناټو له غړو هیوادونو څخه د دفاع له پاره تر ټولو ښه انتخاب دی. پاتریوت توغندي کولای سي، الوتکي، هلیکوپترونه او راکټونه حتی په ډیره لوړه ارتفاع کي هم له منځه یوسي.
GP/NZ/DW.Farsi